د پاکستان د پنجاب ایالت مقاماتو د چهارشنبې په ورځ، نومبر ۶ (لړم ۱۶مه)، پدغه ایالت کې د هوا د سختې ککړتیا له امله ښوونځي رخصت اعلان کړل. ټاکل شوې ده چې زده کوونکو ته به د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې انلاین زده کړې ورکړل شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې هوا په بې ساري ډول ککړه شوې ده.
د پنجاب ایالت یوې جګپوړې چارواکې، مریم اورنګزیب، په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د هوا د ککړتیا او کیفیت د خرابۍ له امله حکومت پرېکړه کړې چې د متوسطه او لېسو ټولګي رخصت کړي.
دغه پرېکړه به د پنجاب د مرکز، لاهور ښار په ګډون په دغه ایالت کې د میلیونونو ماشومانو د زده کړې بهیر اغېزمن کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د پاکستان د پنجاب ایالت په یو شمېر ښارونو کې د هوا ککړتیا لوړې کچې ته رسېدلې او له امله یې په هوا د لوګیو او غبار یوه څپه خپره شوې. د دې ککړتیا اصلي لاملونه د بې کیفیته ډیزلو کارول او د ژمي په موسم کې د لرګیو او بوټو سوځول ګڼل شوي دي.
مېرمن اورنګزیب وویل، چې د هوا د کیفیت شاخص، د چهارشنبې په ورځ ۱۱۰۰ ته رسېدلی دی. د آی کیو ایر د معیار له مخې، له ۳۰۰ لوړ شاخص، خطرناکه ګڼل کېږي.
نوموړې زیاته کړه چې په هغو ښارونو کې چې له دې ککړتیا سره مخ دي، ماسک اچول اړین دي. هغه له خلکو وغوښتل چې "له کورونو بهر و نه وځي."
نوموړې همدارنګه وویل، چې نیمایي دولتي او شخصي ادارې به هم له کوره خپل کارونه ترسره کوي.
په پاکستان او هند کې د لویو ښارونو هوا ککړتیا د دغو هېوادونو حکومتونو ته یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.