د پاکستان پوځ خیبرپښتونخوا کې د پنځو سخت دریځو د وژلو خبر ورکړ 

عکس- ارشیف

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۹) وویل،‌ چې ددغه هېواد امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په ناامنه سیمه کې د "ترهګرو" پر یو پټنځای برید کړی چې په پایله کې یې پنځه سخت دریځه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د شپې له خوا په یو برید کې د وسله والو یو مهم قوماندان چې پر امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو کې یې لاس درلود، هم وژل شوی دی.

پوځ د دې ډلې نوم نه دی یاد کړی، خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویلي چې د دوی پر پټنځای برید شوی او د خپلو څلورو غړو وژنه یې تائید کړې ده.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې په یوه خبرپاڼه کې چې خبریالانو ته یې لیږلې، ادعا کړې چې یرغلګرو پاکستاني پوځیانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د خیبرپښتونخوا صوبې ځینې برخې په منظمه توګه وژونکي افراطي بریدونه تجربه کوي، چې په عمده توګه د اردو سرتیري او پولیس په کې په نښه کیږي. تحريک طالبان پاکستان د اکثرو دغو تاوتریخوالومسؤولیت په غاړه اخیستی دی.

د دغه ایالت د ترهګرۍ ضد ادارې د جمعې په ورځ په خپل کلني راپور کې وویل، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې سږ کال د سخت دریځو په بریدونو کې ۱۸۵ پولیس افسران وژل شوي او ۴۰۰ نور یې ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې ادعا شوې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په تېر یو کال کې ۳۰۰ افراطي وسله وال وژلي او تر ۹۰۰ ډېر یې نیولي دي.

د دې ایالت سربیره په بلوچستان کې هم سږ کال د سخت دریځو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ ډلو له خوا بریدونه چې په سلګونو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پوځ یوازې په ۲۰۲۳ کال کې په سخت دریځو بریدونو او د افراطیت ضد عملیاتو کې د شاوخوا ۳۰۰ افسرانو او سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له وسله والو سره په جګړه بوخت دی، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته دغې ډلې [ټي ټي‌پي] خپل ترهګریز بریدونه زیات کړي دي.

پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه د پولې اخوا د بریدونو لپاره کار اخلي. خو طالبانو په وار وار د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ترهګر د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو بریدونو لپاره کار اخلي.