د هند د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) وویل یو هندی تبعه چې د روسیې پوځ ګومارلی و، وژل شوی او یو بل ژوبل شوی او د مسکو په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي حکومت په هند کې د روسیې له سفارت او په مسکو کې له روسي مقاماتو سره دا مسئله "جدي څېړلې" او ورڅخه یې غوښتي چې د روسیې په پوځ کې شامل شوي هندیان ژر تر ژره ستانه کړل شي.
په بیان کې ویل شوي: "موږ له روسي مقاماتو سره هند ته د وژل شوي کس د جسد د لیږدولو په برخه کې کار کوو. موږ همدارنګه غوښتنه کړې ده چې ژوبل شوی هندی هم ژر تر ژره رخصت او هند ته ستون کړل شي."
دا مطلب هم ولولئ هند وايي یو شمېر اتباع یې د روسیې پوځ کې په دندو ګمارل شويهندي پولیسو د مۍ په میاشت کې څلور ته د انساني قاچاق کوونکو ډلو سره د تړاو په شک په دې تور ونیول چې ځوان هندیان یې د دندې ترلاسه کولو او یا په پوهنتونو کې د شمولیت په چل روسیې ته لیږدول او هغوی بیا وروسته په اوکراین کې د جګړې لپاره استخدام کېدل.
تېر کال هم د یو شمېر هندیانو د وژل کېدو د خبر له خپرېدو وروسته، نوي ډیلي له مسکو څخه وغوښټل چې په خپل پوځ کې د هندي اتباعو د ګومارلو بندول تضمین کړي او پر خپلو خلکو یې غږ وکړ چې په روسیه کې د کار موندنې پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په سپتمبر کې وویل چې د روسیې له پوځ څخه ۴۵ هندیان ایستل شوي او د ۵۰ نورو د ایستلو لپاره کار روان دي.