د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین شنبه نومبر ۹ ( لړم ۱۹) د شمالي کوریا سره د خپل هیواد د ستراتېژیکې همکارۍ تړون لاسلیک کړ چې د دواړو هیوادونو تر منځ دفاعي همکارۍ پکې شامله ده.
دا تړون د روان میلادي کال د جون په میاشت کې ولادمیر پوتین د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره په پیونګ یانګ کې د ملاقات پر وخت لاسلیک کړی و او په تړون کې له دواړو خواو غوښتل شوي که وسله وال برید پرې کیږي، د یو بل سره به دریږي.
د روسیې ولسې جرګې دا تړون تېره اوونۍ منظور کړی و او ولسې جرګې بیا پرې تیره میاشت رایه ګیري کړې وه او منظور کړی یې و.
د روسیې مشر دا تړون د شنبې په ورځ لاسلیک کړ او د حکومت په رسمي ویب سایټ کې هم خپور شوی.
د ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړ، د پیونګ یانګ او مسکو تر منځ په نظامي برخې کې همکاري پداسې حال کې ډیره شوې چې غربي هیوادونه د اوکراین سره دریدلي دي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړ چې د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د شمالي کوریا پوځي همکاري یوازې د اروپا لپاره نه، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم جدي ګواښ دی.
هغه ټینګار وکړ چې دا ګواښ د اروپا له پولو اوښتی او د نړیوالې ټولنې د ګډ او همغږي غبرګون غوښتنه کوي.
دا مطلب هم ولولئ اوکراین: د شمالي کوریا سرتېري د روسیې د کورسک سرحدي سیمې ته استول شويروته، چې د هنګري په پلازمینه بوداپست کې د اروپايي مشرانو سره د لیدنې مخکې په یوې خبري غونډې کې خبرې کولې، وویل: "د شمالي کوریا ونډه د چین، روسیې او ایران تر منځ د زیاتېدونکې پوځي همکارۍ ښکارندويي کوي. دا همکاري نه یوازې د اروپا، بلکې د امریکا متحده ایالاتو لپاره هم یو ګواښ دی، ځکه روسیه د شمالي کوریا له پوځي ملاتړ په بدل کې پرمختللې ټکنالوژي ورته برابروي."
د ناټو عمومي منشي زیاته کړه، که چیرې روسیه د اوکراین په جګړه کې بریا ترلاسه کړي، نو مسکو به نور هم زړور او په وسلو سمبال شي، چې دا به د ناټو غړو هېوادونو او امریکا لپاره لوی ګواښ وي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه چې غواړي د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوي منتخب حکومت سره د دې ګواښ پر وړاندې د ګډې مبارزې او د سیمې د امنیت د ساتنې په اړه خبرې وکړي.
جنوبي کوریا او د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونه وایي چې شمالي کوریا روسیې ته په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره وسلې ورکړي او په کیف کې د وسلو کارپوهانو ویلي داسې نښې نښانې یې موندلي چې د روسیې په بریدونو کې له همدې وسلو کار اخیستل شوی.
بل پلو بیا د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ویلي چې شمالي کوریا روسیې ته شاوخوا ۱۱ زره سرتیري استولي دي او له همدې سرتیرو څخه یو شمیر یې د کیف سرتیرو سره په جګړې کې ټپي شوي هم دي.
خو روسیې بیا د شمالي کوریا د سرتیرو موجودیت ندی تائید کړی.
د امریکا د دفاع وزارت هم تیره میاشت ویلي و چې شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ زره سرتیري روسیې ته د پوځي روزنې لپاره استولي دي. مخکې داسې اټکل کېده چې د شمالي کوریايي یوازې درې زره سرتیري روسیې ته استول شوي دي.
ویل کېږي چې روسي ځواکونو د اوکراین په جګړې کې درانه تلفات ګاللي دي.
همدراز کارپوهان وايي چې شمالي کوریا به د سرتېرو د استولو په بدل کې له روسیې څخه پوځي تکنالوژي ترلاسه کوي، چې له سټلایټونو څخه نیولې تر اوبتلونو او له مسکو څخه د امنیت احتمالي تضمین په کې شامل دي.
ملګرو ملتونو په روسیې باندې د اوکراین د جګړې له کبله او په شمالي کوریا باندې د اتومي وسلو له کبله بندیزونه لګولي دي.