د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر مړ شو

ګیله من وزیر د پښتنو ژغورنې د مرکزي شورا غړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن چهارشنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۲۰) اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ د مرکزي شورا غړی او مخکښ فعال ګیله من وزیر«نور زموږ په منځ کې» نه شته.

په ګیله من وزیر باندې څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې برید وشو. منظور پښتین ویلي دي چې برید د ازاد داوړ په نوم کس او د هغه ملګرو کړی او ګیله من یې دومره په سر وهلی و چې «البته زموږ په خوږ ورور باندې زموږ د وطن،‌ زموږ د ملت په یو لوی اتل باندې، ګوزار دومره سخت شوی و، چې د هغې علاج نا ممکن حد ته رسېدلی» و.

منظور پښتین په اسلام اباد کې د «پمز» روغتون په مخکې خبرې کولې او دا خبرې یې په خپل رسمي فیسبوک کې هم لایف خپرېدې. ګیله من له تېرو شاوخوا دریو ورځو راهېسې په دغه روغتون کې بستر و.

پښتین وویل چې دوی په پاکستان کې دننه او د پاکستان څخه د باندې له یو شمېر ډاکټرانو سره تماسونه ونیول او هڅه یې وکړه چې د ګیله من علاج وشي، خو نتیجه یې ورنه کړه.

هغه وویل: «که څه هم ډېر دردوونکی ټکی دی، چې زما له خولې نه یې وتل ډېر مشکل دي، خو ګیله من پښتین زموږ په منځ کې نه شته دی.»

پښتین وویل چې د ګیله من جنازه به د جمعې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د هغه په خپل کلي کې خاورو ته سپارل کېږي، پښتین د خپل غورځنګ له ټولو غړو څخه وغوښتل چې دا جنازه بدرګه کړي او «خپل کلي ته په ډېر احترام او لویې سره» یې ورسوي.

پښتین زیاته کړه چې ګیله من یې نور په منځ کې نه شته، خو په خبره یې لکونه نور به ګیله من جوړ شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په اسلام اباد کې د بریدګرو په ضد دعوه ثبت کړې ده او پولیس وایي چې د هغوی لټون یې پیل کړی دی، خو لا نیول شوي نه دي.

پولیسو رسنیو ته ویلي‌ دي چې د امنیتي کیمرو څخه یې د برید د شېبې تصویرونه او فلمونه یې ترلاسه کړي‌ او بریدګر یې پېژندلي‌ دي. لا معلومه نه ده چې په ګیله من وزیر باندې د برید اصلي‌علت څه و.

منظور پښتین وویل چې د دغه برید، بریدګرو او په دې اړه د اینده اقداماتو په هکله به وروسته معلومات خپروي.

د ګیله من بندي کېدل

د پاکستان حکومت تېرکال د جولاۍ په میاشت کې ګیله من د پېښور په هوايي ډګر کې ونیوه او شاوخوا شپږ میاشتې په بند کې و.

ګیله به په خپلو خبرو او شعرونو کې د پاکستان حکومت او د پوځ په تګلارو کلکې نیوکې کولې او ځان یې بې وسلې مبارز ګاڼه.

هغه له بند څخه تر ازادۍ وروسته په یو اوږد شعر کې د خپل زندان د ورځو شپو کېسه بیان کړې وه. ګیله من په دغه شعر کې د پاکستان پوځ او د زندان ساتونکي تورن کړي‌ وو چې له هغه سره «وحشي او بد چلند» کړی، خو د پاکستان پوځ او حکومت د دغې ادعا په اړه په رسمي‌ ډول څه نه دي ‌ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي چې د پاکستان حکومت ځکه ګیله من نیولی و چې «هغه به په خپلو شعرونو او ویناو کې د افغانانو د یوالي‌ او پښتنو د حقونو خبره» کوله.

ګیله من وزیر څوک و؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالیتونو او احتجاجونو سره سم ګیله من وزیر هم رسنیو او ټولنیزو رسنیو ته راووت. د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د امریکا غږ ډیوې څانګې د راپور په اساس د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم و. هغه د شمالي وزیرستان رزمک د اسېد خېلو د سیمې اوسېدونکی و.

ګیله من څو کاله مخکې په بحرین کې مزدوري کوله چې په ۲۰۲۰ کال ونیول شو او پاکستان ته انتقال شو. په هغه تور و چې په بحرین کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره بسپینه ټولوي‌ او سیاسي فعالیت کوي.

راپورونه وايي چې د پاکستان حکومت هغه ممنوع الخروج هم اعلان کړی و. ګیله من وزیر په ټولنیزو رسنیو کې هم خورا فعال و او سلګونه زره مینه وال او څاروونکي یې لرل. ګیله من به په خپلو شعرونو کې «ځان افغان باله او ډیورېنډ یې د جبر کرښه» بلله. د پاکستان حکومت د ډیورېنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد بولي.

د ګیله من درې لوڼې او دوه زامن دي.

په حضرت نعیم ګیله من وزیر باندې برید د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو، د کرکټ د ملي لوبډلو د لوبغاړو، هنرمندانو او عامو خلکو له لوري په کلکه غندل شوی و.