د پاکستاني پولیسو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړو ترمنځ شخړه کې مرګ ژوبله اوښتې

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي

د خیبر پښتونخوا په جمرود کې ځايي چارواکو چهارشنبې اکتوبر نهمه (تلې ۱۸) وویل چې د "پښتون ژغورنې غورځنګ" د ملاتړو او پاکستاني پولیسو ترمنخ په اخ او ډب کې لږ تر لږه درې تنه مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پولیسو د پښتون ژغورنې پر غورځنګ د حکومت د بندیز په خلاف د راټولو شویو مظاهره کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز شیندلي او خلک یې په ډنډو وهلي دي.

د سیمې د عمومي روغتون یو ډاکټر وویل چې له پېښې وروسته دغه روغتون ته درې مړي راوړل شوي او له لسو زیات مظاهره کوونکي ژوبل شوي هم دي.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې پولیس هويي ډزې کوي، پر مظاهره کوونکو اوښکې بهونکی ګاز شیندي، خلک په ډنډو وهي او مظاهره کوونکي د پولیسو په لور ډبرې واروي.

دا تاوتریخوالی په داسې حال کې پېښ شوی چې حکومت د دوشنبې په ورځ په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او دغه غورځنګ یې د وسله والو پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

حکومت همدارنګه د پاکستان په ناارامه شمال لویدیځه سیمه کې د خلکو په راټولېدو بندیز لګولی او ویل کیږي چې مظاهرې د پاکستان د ګټو خلاف ګڼل شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني طالبانو د ملاتړ تور رد کړی او ویلي دي چې پاکستاني ځواکونو ددې غورځنګ غړي په غیرقانوني توګه نیولي دي. پوځ او حکومت دغه تورونه رد کړي او ویلي دي چې د دوی په عملیاتو کې یوازې وسله وال په نښه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ددې لپاره کمپاین کوي چې د پوځ ځواکونه د افغانستان د پولې ترڅنګ د قبایلي سیمو څخه ووځي.

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې په پاکستان کې په وسله والو بریدونو کې زیاتوالی راغلی. د ډیرو دغو بریدونو پړه پر پاکستاني طالبانو اچول شوې، چې د پوځیانو تر څنګ ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د حکومت بندیز رد کړی او هوډ یې څرګند کړی چې د جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۱) به پلان شوې "قومي جرګه" دایروي.