قمی: په کار نه دي افغانستان کې یوازې د داعش په ضد دریځ ونیول شي او د نورو په اړه چوپتیا غوره شي

افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر.

افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د داعش په وړاندې د طالبانو د مبارزې په اړه ویلي چې داسې نشي کیدلی چې ددغې ډلې پر وړاندې دریځ ونیول شي او د هغو تروریستي ډلو پر وړاندې چې د افغانستان د ګاونډیانو امنیت ګواښي، چوپتیا غوره شي.

کاظمي قمي د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې نهم) د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا سره په مرکه کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت، قومي او ژبني تبعیض، نشه يي توکو او د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حقابې په اړوند مسلو خبرې کړي دي.

حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان د څانګې پر وړاندې د طالبانو روانې مبارزې ته په کتنې، ویلي دي: " نشي کیدلی چې د داعش پر وړاندې دریځ ونیول شي او د هغو جریانونو پر وړاندې چې د ګاونډیانو امنیت یې تر ګواښ لاندې راوستی، چوپتیا غوره شي."

د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر په دغه مرکه کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات په سیمه کې د یو شمیر بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او دپلوماتانو د موټرو په کاروان د چاودنې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې ددغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخسیتي، خو زیاته کړې ده چې که ددغه برید په پایله کې مرګ ژوبله رامخې ته شوې وی نو "کیدی شو چې د سرپرست حکومت [طالبانو] او د روسیې، اوزبیکستان، ترکمنستان او قزاقستان سره د اړیکو د ترینګلتیا سبب شوی وای."

د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې سپتمبر ۲۲ (تلې اول) د پولیسو پر یو موټر چې د بهرنيو دیپلوماتانو امنیت یې ساته او بدرګه کول یې د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې لږ تر لږه یو پولیس په کې وژل شوی او څو نور ټپیان شوي‌ وو، خو بهرنیو دپلوماتانو ته زیان نه و رسیدلی.

د پاکستان امنیتي ادارو هم تراوسه ددغه برید د پړې ګوته کومې تروریستي ډلې ته نه ده نیولې. خو پاکستان حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د سوات د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې د ځانمرګي برید د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې له خوا شوی دی. په دې برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي چې په دې برید کې لاس نلره.

افغانستان لپاره د ایران دغه لوړ پوړې دپلومات ویلي چې د سیمې د هېوادونو ډیپلوماتان کابل او کندهار ته د سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له چارواکو سره لکه څه ډول چې تمه کېږي هغسې کتنې نشي ترسره کولی.

هغه ویلي: "اوسنی سرپرست حکومت [ طالبانو حکومت] تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې د خبرو اترو میز ته د سټراټيژیکو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي".

کاظمي قمي ویلي چې اوس مهال په ایران کې شپږ میلیونه افغانان دیره دي. هغه دغه هیواد ته د افغانانو د ورتګ په علتونو کې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل هم د یو عمده علت په توګه یاد کړی دی.

کاظمي قمي په دغه مرکه کې په افغانستان کې قومي او ژبني تعصب یادونه هم کړې او په دې برخه کې شمالي ولایتونو ته د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده سفر او هلته په دري ژبه یو شمیر کسانو ته وینا چې د ښاغلي قمي د وینا پراساس پکې د قومي او ژبني تعصب سره مخالفت ښودلی وو ستاینه کړې ده.

هغه افغانانو ته سپارښتنه کړې، چې ایران ته له ورتګ دې ډډه وکړي او ټینګار یې کړی، چې افغانانو ته باید په افغانستان کې دننه د کار، زده کړې او درملنې زمینه برابره شي. هغه په افغانستان کې د ایران او افغانستان د ګډو روغتیايي مرکزونو د جوړولو یادونه کړې او ویلي دي چې ددغسې مرکزونو جوړیدل به ایران ته د هغو افغانانو د ورتګ مخه ونیسي چې دغه هیواد ته د درملنې لپاره ورځي.

افغانستان لپاره د ایران دغه لوړ پوړې دپلومات د اسلامي دولت د خراسان د څانګې داعش پر وړاندې د طالبانو د حکومت د مبارزې په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۳۰ ( تلې نهم) په یوخپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو څخه د داعش وسله وال غړي ورځي او وايي چې دا ډله د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ایالتونو کې مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د داعش د وسله والو په خلاف په دې وروستیو کې طالبانو عملیات کړي او د تاجیکستان د یو وګړي په ګډون ددغې ډلې څو وسله وال یې نیولي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "همدغه راز د دې عملیاتو په تعقیب په کابل او فاریاب ولایتونو کې په یو لړ نورو عملیاتو کې د فتنګرو دوه کسه وژل شوي او یو شمېر یې ژوندي نیول شوي دي. په دوی کې هم یو شمیر داسې کسان شته چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته را ستانه شوي وو."