د بنګله دیش د صنعتکارانو رهبري د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۹) وویل په دغه هېواد کې د زدهکوونکو له پاڅون وروسته د جامو صنعت ته ۴۰۰ میلیون ډالر زیان اوښتی دی خو اوس یې وضعیت "باثباته" دی.
بنګله دیش هر کال بهرنیو هېوادونو ته د ۵۵ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کوي چې ۸۵ سلنه یې د جامو جوړولو د ۳۵۰۰ فابریکو څخه کېږي خو په دغه هېواد کې د وروستیو ګډوډیو له امله دا صنعت د پام وړ خندونو سره مخ شو.
په بنګله دیش کې له څو میاشتو مرګونو اعتراضونو وروسته د دغه هېواد پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه د اګست په پنځمه په یو هلیکوپټر کې ګاونډي هند ته وتښتېده.
که څه هم د شیخ حسینې له تېښتې وروسته د نوبل د سولې جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ یوه موقته اداره په بنګله دیش کې واک ته ورسېده، د جامو جوړولو په زیات شمېر فابریکو کې کارګرانو د ښه معاش او کار ترلاسه کولو لپاره اعتراضونو ته دوام ورکړ.
دا اعتراضونه کله په تاوتریخوالي هم بدلېږي. د تېرې سپټمبر میاشتې په ۳۰مه اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د جامو د فابریکې یو کارګر ووژل شو او ۲۰ نور ټپیان شول.
د بنګله دیش د جامو جوړولو د فابریکو او د صنعت د کارګرانو د فدراسیون مشرې کلپنا اختر د یکشنبې په ورځ وویل چې د فابریکو مالکان او حکومت باید په خپل چلند کې بدلون راولي.
اختر د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د معاشونو د زیاتوالي په اړه خبرې یوازې هغه وخت کیږي کله چې کارګران سرکونو ته راووځي." هغې زیاته کړه په دغه سکتور کې د ثبات لپاره بدلون ته اړتیا ده او خبرداری یې ورکړ "له دې پرته ممکن روان ارام وضعیت دوام ونکړي."
بنګله دیش له چین وروسته په نړۍ کې د جامو جوړولو د صنعت دویم لوی صادروونکی دی او د نړۍ زیاتره معتبره برانډونه لکه Levi's، Zara اوH&M تولیدوي.
د بنګله دیش د جامو جوړونکو او صادرونکو د اتحادیې مشر خنداکر رفیق الاسلام وویل چې دا "صنعت له یوې ننګوونکې دورې څخه له تېرېدلو وروسته اوس مهال بېرته باثباته شوی دی."
هغه د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له اګست راهیسې د جامو د صنعت په برخه کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو د زیان اټکل شوی دی او له امنیتي ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د دې صنعت د امنیت ساتلو ته دوام ورکړي.
اسلام وویل: "پوځ د فابریکو د امنیت ساتنې لپاره یو کاري ځواک جوړ کړی دی او دوی د جامو جوړولو په مرکزونو کې د ډاډمن امنیت لپاره منظمې ګزمې کوي."
د هغه په وینا د بنګلهدیش د جامو پر صنعت باندې د پېرودونکو باور بیرته ترلاسه شوی دی خو ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د ثبات ساتلو لپاره نظم او قانون ته اړتیا ده.