د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د افراطیت او نه زغم او عدم تحمل سره د مبارزې لپاره د ادیانو ترمنځ د یوالي غږ وکړ.
پاپ، چې اوس د مسلمانانو په تر ټولو لوی هېواد اندونیزیا کې دی، اسیا-پاسیفیک ته په څلور ورځني سفر وتلی دی.
هغه وویل چې ټولې عقیدې د امنیتي مسائیلو په اړه مهم رول لوبولای شي.
هغه د چهارشنبې په ورځ سپتمبر څلورمه (سنبله۱۴) د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره له ملاقات وروسته وویل: «د سوله ایزې او نتیجه ورکوونکې همغږۍ لپاره چې سوله تضمینوي... کلیسا غواړي چې د مذهبونو ترمنځ خبرې اترې (ډیالوګ) پیاوړې کړي. (افراطیان) د دین د تحریفولو له لارې په دوکې او خشونت سره د خپل نظر د تپلو هڅه کوي.»
نوموړي همدغه راز وویل چې شخصي ګټو د ادیانو ترمنځ د یووالي مخه نیولې او هم په نړۍ کې د تاوتریخوالي سبب دي.
د اندونیزیا ولسمشر د پاپ څرګندونې تائید کړې. هغه وویل: «ازادي او زغم هغه څه دي چې اندونیزیا یې له واتیکان سره یو ځای غواړي له مخ په زیاتېدونکي کړکیچ سر مخامخې نړۍ کې خپاره کړي.»
اندونیزیا دا مهال له اسلامي افراطیانو سره لاس او ګریوان دی. په ۲۰۰۲ کال کې د اندونیزیا د بالي په جزیرې کې بمي چاودنو ۲۰۲ تنه ووژل او له دې پېښې څخه وروسته د اندونیزیا حکومت تندلاري وځپل.
په اندونیزیا کې اته میلیون کاتولیک مسیحیان ژوند کوي چې د دغه هېواد د ټول نفوس څه کم درې فیصده کېږي، ۲۰۲ میلیون یې مسلمانان دي چې د اندونیزیا ۸۷ فیصده نفوس کېږي. پاتې نور یې پروتستان، بودایان، هندوان او کنوفوسیوسیان دي.
ټاکل شوې چې پاپ فرانیسیس پاپوا نیوګیني، لویدیځ تیمور او سنګاپور ته هم ولاړ شي.