سوداني ملیشو د روژې په میاشت کې په اوربند موافقه وکړه

په سودان کې د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملیشو ډلې شنبه مارچ نهمه (کب ۱۹) وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک عمل کوي چې د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه پکې شوې.

دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي هیله لري چې دا وربند به د دې سبب شي چې میلونونو وګړو ته چې په ټول هیواد کې په جګړو کې ګیر پاتې دي، بشري مرستندویه مواد ولیږدول شي.

د آر اس ایف ملیشو په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د اوربند دا موافقه د جګړې دواړو خواوو ته "مهم فرصت" برابروي چې په هیواد کې روانې شخړې ته د سیاسي حل لارې د پیدا کولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د سیاسي خبرو اترو نتیجه باید په سودان کې د دوامدار اوربند، امنیت او ثبات او داسې یو حل لارې سبب شي چې پدې هیواد کې کړکیچونه چې تاریخي ریښې لري، په اساسي توګه حل شي.

د سودان پوځ وار د مخه د روژې په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش د اوربند د غوښتنې ملاتړ کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره ورځ په یو پریکړه لیک کې پداسې حال کې په سودان کې د اوربند غوښتنه وکړله چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې اوونۍ په سر کې خبرداری ورکړی و چې پدې هیواد کې بشري ناورین تر ټولو لوړې اندازې ته رسیدلی.

د اوربند د غوښتنې د پریکړه لیک مسوده په ملګرو ملتونو کې د بریتانیې پلاوي چمتو کړې وه. د بریتانیې د استازي مرستیال جیمز کریوکي وویل چې د دې پریکړه لیک منظوریدل په سودان کې د ملي پوځ لوی درستیز او د چټک غبرګون په نامه د ملیشو مشر ته "ښکاره او قوي" پیغام دی چې د روژې په میاشت کې په سمدستي توګه د شخړې په بندولو موافقه وکړي.

ښاغلي کریوکي د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک غبرګون ملیشو مشر ، جنرال حمدا داګلو څخه وغوښتل چې د سولې او "ټوپک خاموشه" کولو لپاره د نړیوالې ټولنې دا غوښتنه ومني.

په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو په اساس، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.

د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.

د ملګرو ملتونو ارقامو له مخې په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړې اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

متحده ایالاتو او سعودي عربستان څو ځله د دې دوو جنرالانو تر منځ د خبرو کوښښونه کړي دي خو کامیابي یې ډیره لږه وه.