د بشري حقونو ملاتړي: پاکستان د ټي ټي پي له منځه وړل نه غواړي

په پاکستان کې یو شمېر سیاسي او د بشري حقونو فعالان د پاکستان پوځ تورنوي چې په هیواد کې د وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له منځه وړل نه غواړي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه زیات شوي دي.

که څه هم پاکستان تراوسه ددغې ډلې په خلاف په لسګونو عملیات کړي، خو د پاکستان پخوانی سناتور افراسیاب خټک وايي، اسلام اباد د ټي ټي پي په له منځه وړلو کې صادق نه دی.

ښاغلي خټک امریکا غږ ته وویل: "په افغانستان کې چې دا ۴٥ کلونه جنګونه وشول دوی په هغو کې د ځایي ټیکه دار رول لوبولی دی او اوس هم دا کسب کوي. دا څنګه کیدای شول چې دومره لوی پوځ چې د هندوستان سره مقابلې ته تیار دی، د ټي ټي پي غوندې یوه ډله نشي ختمولی."

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی محسن داوړ په پارلمان کې څو ځله پخپلو ویناو کې د ټي ټي پي په خلاف د پاکستان د پوځ عملیات"ډالري جنګونه" بللي او په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو ډلې یې د پاکستان "د پوځ پروژه" ګڼلې ده.

محسن داوړ له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "په اساسي ډول چې د کومې ورځې نه د افغانستان جنګ پیل شویدی. امریکا دلته د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره راغله او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو ځان په کرایه ورته ورکړ. دا لوبه د هغه وخت نه روانه ده او یوازې نوم او شکل یې بدلیږي."

د بشري حقونو فعال ضیا همدرد وايي،د پاکستان حکومت خپل ولس په دې اړه په تیاره کې ساتلی دی.

نوموړی زیاتوي: "کله چې د مشرف په وخت کې تحریک طالبان جوړ شو نو د دوی ترمنځ یوه لوظنامه وشوه او ولس ولیده. بیا د هغې نه وروسته چې کله پاکستان د دوی ضد عملیات پیل کړل نو هر وخت ولس ته وویل شول چې طالبانو ته ماتې ورکړل شوه او موږ ولیده چې داسې و نشوه."

دا مطلب هم ولولئ پاکستان کې په ځانمرګي برید کې ۴۴تنه وژل شوي دي

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په دغه موده کې د ۱۲۰ نه زیاتو سرتیرو د وژل کېدو پخلی کړی دی. ټي ټي پي د ډیرو دغو بریدونو مسئولیت منلی دی.

په پاکستان کې یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په لوی شمېر د پاکستاني پوځیانو دا مرګ ژوبله د ټي ټي پي او پاکستاني ادارې دښمني په ډاګه کوي.

د دفاعي چارو شنونکی نذیر احمد وايي، د ټي ټي پي او داعش پر ضد په عملیاتو کې ګڼ پوځیان او د هغو په پرتله څو ځله زیات ولسي وګړي وژل شویدي چې دا پوښتنه راپورته کوي چې څوک به خپل پوځیان او ولس ولې دومره زیانمنوي.

خو ځینې نړیوال کارپوهان بیا تور لګوي چې پاکستان د لویو ګټو لپاره د خپلو خلکو قربانول لوی تاوان نه ګڼي.

د سیاسي چارو امریکايي شنونکی بل روجیو وايي پاکستان "خطرناکه لوبه" کوي. نوموړي په دې باور دی چې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ ډیر توپیر نشته.

روجیو امریکا غږ ته وویل: "امریکايي چارواکي، پوځي او استخباراتي چارواکي اکثره وایي چې کله دوی د پولې اخوا ته لاړ شي نو پاکستاني طالبان شي. دا یوه خطرناکه لوبه ده چې د پاکستان دولت یې کوي. او په دې لوبه کې دوی د خپلو سلګونو زرو ملکیانو قربانولو ته تیار شوي دي."

خو په اسلام اباد کې مقامات بیا افغان طالبان پړه ګڼي چې په خپله خاوره کې یې ټي ټي پي ته پناه ورکړې او دغه ډله له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. افغان طالبانو په وار وار دا تورونه رد کړي او ویلي دي چې "پاکستان د خپل بام واورې د بل په بام اچوي."