د لاس رسي وړ اتصالات

کوګلمن: پاکستاني طالبان امریکا ته امنیتي ګواښ نه پېښوي


مایکل کوګلمن
مایکل کوګلمن

د واشنګټن په ویلسن څېړنیز مرکز کې د سیمې د چارو شنونکی مایکل کوګلمن وايي‌ د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ یوه لانجمنه موضوع ده، خو دغه ډله امریکا ته خطر نه پېښوي.

دا چې ولې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو د دوو کلونو وروسته د دوی او پاکستان ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې، کوګلمن وايي، پاکستان افغانو طالبانو ته پټنځایونه ورکړي وو او د پاکستان نظامیانو فکر کاوه چې په کابل کې له واکمنېدو وروسته به دغه ډله د ټي ټي پي په اړه له اسلام اباد سره همکاري وکړي.

کوګلمن امریکا غږ ته وویل: "زه فکر کوم طالبان له خپلو پخوانیو ملاتړو څخه د ازادۍ اخیستلو لپاره له احتیاطه ډکې هڅې کوي. طالبان د خپل کورني مشروعیت تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي. له دې امله طالبان د تحریک طالبان پاکستان په اړه ډېر څه نکوي."

دا امریکايي شنونکی په دې باور دی چې ښايي طالبان د پردې تر شا د پاکستان سره د کار کولو هلې ځلې کوي.

نوموړی زیاتوي: "داسې راپورونه هم شته چې طالبان [د ډیورنډ] له پولې څخه د افغانستان شمال او نورو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د جنګیاليو د لېږدولو هڅه کوي. ښايي د پردې تر شا به د طالبانو او پاکستان تر منځ معاملې روانې وي، خو د دواړو اړخونو تر منځ د اړیکو د وضعیت خرابوالی واقعي دی."

د مایکل کوګلمن په خبره، تحریک طالبان پاکستان جګړې ته مخه کړې او په وینا یې، په افغانستان کې یې د طالبانو له بریا الهام اخیستی دی. نوموړی د پاکستاني طالبانو د بریدونو د زیاتېدلو د نورو لاملونو ترڅنګ د پاکستان د هغې پالیسۍ پایله ګڼي چې په افغانستان کې یې پلې کړې ده.

د کوګلمن په وینا، افغان طالبان او پاکستان نه غواړي چې اړیکې یې نورې ترینګلي شي او ښايي د پاکستاني طالبانو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه پر ډېورنډ کرښه د امنیتي سرتېرو شمېر زیات کړي.

کوګلمن په سیمه کې دا وخت د امریکا لپاره تر ټولو ستر امنیتي خطر د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګه بولي او وايي، "که پاکستان داسې عملیات وکړي چې یوازې پر تحریک طالبان باندې متمرکز وي، نو امریکا یې ښايي ملاتړ ونکړي."

د مایکل کوګلمن سره بشپړه مرکه دلته وګورئ چې په سر کې یې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو ناندریو د لاملونو په اړه پوښتنې ته ځواب ویلی.

XS
SM
MD
LG