واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر د سفر سره هم مهاله، امریکايي چارواکو ویلي چې له پاکستان سره د ګډو پوځي همکاریو ارزونه کوي او تر اوسه لا له دغه هېواد سره د پراخو پوځي مرستو د بیا پیلېدلو ژمنه نده شوې.
د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه په شپږ ورځني سفر امریکا ته راغلی او یو شمېر څیړونکي وايي، هغه په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې دپاره له امریکا څخه پوځي مرسته غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې په اوس وخت کې متحده ایالات د خپلو ملي ځانګړو ګټو په رڼا کې له پاکستان سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د ټولو اړخونو ارزونه کوي.
جنرال باجوه د سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین او نورو پوځي چارواکو سره وکتل.
د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیې کي د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه ویل شوي: "د اکتوبر په ۴مه د اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د دفاع وزیر لویډ اسټین په پنټاګون کې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه کوربه و. د اوږدې مودې دا دوه اړخیزې اړیکې اوس هم پر ځای دي چې په رڼا کې یې نن د مشترکو دفاعي ګټو پر فرصتونو تمرکز کیږي."
پاکستاني پوځي چارواکو ويلي، په دې لیدنو کې په دوه اړخيزو اړيکو، د سيمې پر امنيت او ځینو نورو مسئلو خبرې شوي دي.
واشنګټن ته د جنرال باجوه د سفر څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري امریکا ته سفر وکړ. د راپورونو له مخې زرداري له امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې د سیمې د ثبات او اقتصادي مسایلو تر څنګ د یو باثباته او سوله ییز افغانستان دپاره د پاکستان او امریکا د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
یو شمېر څیړونکي وايي، امریکا ته د پاکستان د مشرانو په وروستیو سفرونو کې د دواړو لورو ترمنځ ځیني پریکړې شوې دي، چې ښايي ډیری یې علني نه شي.
افغان سیاسي شنونکی طارق فرهادي وايي، په دې کې یوه هم د پاکستان له لوري د خپلو ایف-۱۶ جنګي جیټ الوتکو د ترمیم دپاره د تخنیکي مرستو غوښتنه ده تر څو اسلام آباد وکولای شي "په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې بریدونه وکړي".
ښاغلي فرهادي وویل: "پاکستان د سیلاب له امله له امریکا پیسې غواړي او هم د آی ام ایف د پورونو له امله او په بدل کې یې غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات وکولای شي."
امریکايي سناتور کریس وان هولن له پاکستان سره د امریکا اړیکې مهمي بللي دي.
ښاغلي هولن د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "زه تل په دې باور یم چې موږ باید د پاکستان سره ښې اړیکې ولرو، چې زموږ له ګډو ګټو او په سیمه کې د متحدو ایالتو له ګټو سره سمون ولري. "
د ویلسن په څېړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمن وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي سیمو امنیت او په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې دپاره د پاکستان او امریکا همکاري ښايي له امریکايي چارواکو سره د جنرال باجوه د خبرو مهم ټکي وي.
کوګلمن په ټویټر کې لیکلي: "له پاکستان سره د امریکا د اړیکو یو مهم اړخ د پاکستان له پوځي مشرتابه سره دوامداره ښکلتیا ده."
ښاغلي کوګلمن په خپل ټویټ کې د جنرال باجوه دا سفر واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د پخوانیو مشرانو جنرال کیاني او جنرال شریف له تېرو سفرونو سره پرتله کړی دی، او ویلي یې دي چې د باجوه دا سفر هم د پخوانیو جنرالانو د سفرونو په څېر په پاکستان کې د ملکي ډموکراسۍ په پرمختګ کې مرسته نشي کولای.
د امریکا او پاکستان تر منځ د امنیتي همکاریو موضوع په داسې حال کې د پام وړ ګرځېدلې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو نږدې یو کال وروسته، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د تیرې جولای په میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
دې برید وښودله چې له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو وروسته هم متحده ایالتونه په دغه هېواد کې د هوا له لارې د ترهګرو په خلاف د برید کولو توان لري.
د امریکا د ملي امنیت شورا د جنوبي آسیا څانګې پخوانۍ مشره لیزا کرټیس وايي په افغانستان کې د ترهګرۍ د څار لپاره امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه تېرېږي.
مېرمن کرټس وویل: "دا هغه څه دي چې د امریکا لپاره مهم دي، په ځانګړي ډول د الظواهري د له منځه وړلو په موخه د وروستیو عملیاتو په برخه کې د پاکستان دا مرسته مهمه وه او په ورته چارو کې پاکستان امریکا ته اجازه ورکوي."
خو د امریکا د حکومت دا پخوانۍ چارواکې وايي، فکر کوي "د طالبانو او القاعده ډلې بېلول او القاعده ډله له افغانستان څخه ایستل"، داسې څه دي چې متحده ایالتونه یې باید په اړه له پاکستان څخه د همکارۍ ډېره تمه ونلري.