د پاکستان پارلمان دا اونۍ نوی صدراعظم ټاکي

ښاغلي شریف د محکمې له پرېکړې وروسته استعفی وکړه

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان پارلمان د دغه هېواد لپاره نوی لومړی وزیر وټاکي.

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ پخوانی صدراعظم نواز شریف د فساد په تور له واکه لېرې کړ او نا اهله یې وباله. ښاغلي شریف د محکمې له پرېکړې وروسته استعفی وکړه.

په ۲۰۱۶ کال کې د پاناما لیکس یو لړ اسناد خپاره کړي چې په کې ویل شوي چې ښاغلی شریف او کورنۍ یې له پاکستان څخه د باندې پټه شتمني لري. محکمې د همدغو تورونو په اساس هغه بې واکه کړ.

د نواز شریف مسلم لیګ ګوند، چې په پارلمان کې ۱۸۸ غړي لري، شاهد خاقان موقت صدرعظم ټاکلی دی. د پاکستان پارلمان ۳۴۲ غړي لري.

ټاکل شوې چې مخالف سیاسي ګوندونه هم د صدارت څوکۍ ته خپل کاندیدان معرفي کړي.

اسوشیتډپرس وایي د مسلم لیګ ګوند په پام کې لري چې د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وکړي او ترې وغواړي چې د ښاغلي شریف په اړه شوې پرېکړه بیا وارزوي.

نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم و، د خپل هېواد له ځواکمن پوځ سره یې اړیکې ښه نه وې.

د پاکستان له جوړېدو را وروسته چې شاوخوا ۷۰ کاله کیږي، یو ملکي حکومت هم په کې تر پایه پاتې شوې نه ده. ډېر کله پوځ واک ترلاسه کړی دی.