په اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو د مظاهرو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

حکومت د جمعې په ورځ پلازمینې اسلام اباد ته د مظاهره کوونکو د ننوتلو د مخنیوي په موخه، لویې لارې او سړکونه د کانټینرونو په ایښولو سره وتړل.

د پاکستان حکومت په پلازمینه اسلام اباد کې د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د مظاهرو د مخنیوي لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

حکومت د جمعې په ورځ پلازمینې اسلام اباد ته د مظاهره کوونکو د ننوتلو د مخنیوي په موخه، لویې لارې او سړکونه د کانټینرونو په ایښولو سره وتړل، د ګرځنده ټیلیفون او عامه ترانسپورت خدمات یې وځنډول او په بیلابیلو سیمو کې یې ښوونځي رخصت کړل.

همدارنګه د اسلام اباد په بیلابیلو برخو کې پولیس او ملیشه ځواکونه ځای پر ځای شوي او حکومت په موقتي ډول په ښار کې پر عامه غونډو بندیز اعلان کړی دی. ورته اقدامات په راولپنډۍ ښار کې هم ترسره شوي دي، چې د پاکستان د پوځ مرکز ګڼل کیږي.

دغه اقدامات پداسې حال کې کیږي،‌ چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي چې د پارلمان او د صدراعظم دفتر ته نږدې په "ډي چوک " کې راټول شي او د حکومت لخوا د ټاکنو د درغلیو او په اساسي قانون کې د بدلونونو پر ضد په سوله ییز ډول احتجاج وکړي.

بلخوا د جمعې په ورځ د اسلام اباد پولیسو، د ښځو په ګډون د تحریک انصاف څو تنه فعالان ونیول، چې د غونډې ځای ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې په اسلام اباد کې هر ډول غونډه او د قانون د سرغړونې هڅه به له سخت غبرګون سره مخ شي.

هغه وویل: "که چا په مظاهرو کې ګډون وکړ او ونیول شو، نو له هغه سره به هیڅ ډول نرمي ونه شي او هیڅوک به د شکایت حق ونه لري."

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د مالیزیا صدراعظم انور ابراهیم پاکستان ته په سفر دی او د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته چمتووالی روان دی. همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د چین صدراعظم هم اسلام اباد ته سفر وکړي، نو حکومت نه شي کولی د دغو مهمو پیښو په جریان کې ګډوډي وزغمي.

نقوي د تحریک انصاف ګوند څخه وغوښتل چې خپله غونډه بلې نیټې ته وځنډوي.

د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د پلویانو احتجاج د پاکستان د اوسني صدراعظم شهباز شریف د ایتلافي حکومت پر ضد په وروستیو اونیو کې د دغه ګوند د اعتراضونو وروستۍ لړۍ ګڼل کیږي.

د تحریک انصاف ګوند مشر، ۷۱ کلن عمران خان، چې د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې له واکه لرې کړل شو ، وايي چې واکمن ایتلاف نه "اخلاقي او نه هم قانوني" حق لري چې په اساسي قانون کې بدلونونه راولي او د ټاکنو په پایلو کې د درغلیو ادعا یې د خپل حکومت د مشروعیت اساس جوړ کړی دی.

هغه دا ادعا کړې چې دا بدلونونه د پوځ په ملاتړ تر سره شوي دي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا ملاتړ شوي کاندیدانو د فبرورۍ په انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د حکومت جوړولو لپاره کافي نه وې، چې په پایله کې یې د شهباز شریف په مشرۍ د ایتلافي حکومت واک ترلاسه کړ.

عمران خان، د کرکټ پخوانی ستوری چې وروسته د پاکستان صدراعظم شو، اوس مهال په زندان کې دی. نوموړی چې د فساد او نورو جرمونو په تور نیول شوی، ادعا کوي چې دغه تورونه سیاسي انګېزه لري. محکمې د شواهدو د نشتوالي له امله د هغه ځینې قضیې یا باطلې کړې دي او یا یې ځنډولي دي.