خیبر پښتونخوا والي: له افغانستان سره د تجارتي لارو پرانیستل د سيمه ييزې سوداګرۍ په ګټه دي

د خیبر پښتونخوا ایالت والي له افغانستان سره د اوو لوېدیزو لارو د پرانیستلو پر ارزښت ټینګار کړی دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) خبر ورکړی چې د نومبر پر شپږمه (لړم ۱۶) په پیښور کې له يو پلاوې سره د لیدو پر مهال والي فیصل کریم کونډي ویلي دي چې د لارو پرانيستل به د منځنۍ اسیا د دهلېز له لارې سیمه ییز تجارت او اړیکو ته وده ورکړي.

فیصل کريم کونډي ویلي چې له افغانستان سره د ټولو لارو پرانیستل به نه یوازې د سوداګرۍ په برخه کې ښه والی راولي، بلکې په سیمه کې به اقتصادي فعالیت ته هم وده ورکړي چې منځنۍ اسیا ته به يې هم اقتصادي ګټه ورسېږي.

نوموړي په خيبر پښتونخوا ایالت کې د قبایلي سیمې د ورګډېدو په باب وویل، چې دغه سیمو ته لاهم په وسایلو (زیرمو) کې خپله برخه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د تشدد، ناامنیو او د پاکستاني حکومت لخوا پر دوه اړخيزه تجارت او تګ راتګ د نوو شرطونو او محدويتونو لګېدو له کبله د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت او ولسي راشه درشه سخته اغېزمنه شوې ده.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پیل کې ویلي ول چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي او دريځ يې داوو چې دا کار د امنيت لپاره ضروري دی چې له کبله يې د دواړو غاړو سوداګري کمه شوې ده. په چمن، تورخم، وزیرستان او کورمه کې خلکو د دې قوانينو پر ضد مظاهرې او احتجاجونه کړي دي.

په چمن کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبرله ۲۳مې راهيسې پرلت روان دی خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې لا نه دې منلي.