پاکستان: د اسلام اباد او کابل ترمنځ د خبرو له لارې د موجودو ستونزو هوارول غواړو

پاکستان حکومتي چارواکو په پرله پسې ډول افغانستان کې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډلې وسله والو ته د پناه په ورکولو تورن کړی دی، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددغه هیواد او د طالبانو حکومت ځینو چارواکو ترمنځ وروستیو لیدو کتو ته په کتنې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو له لارې د موجودو ستونزو په هوارولو د ټینګار په ترڅ کې یو ځل بیا ویلي چې د طالبانو له حکومت څخه یې تمه داده چې د هغو تروریستي ډلو مخه ونیسي چې ددغه هیواد امنیت ګواښوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲( لیندۍ ۲۲) په اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ددغه هیواد د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر او په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت له خوا د ګمارل شوي شادژدافیر ترمنځ وروستۍ کتنې ته په اشارې ویلي پاکستان غواړي چې ددغه هیواد د مهمو جدي اندیښنو په ګډون ټولې هغه مسلې چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ شته د رغنده خبرو له لارې هوارې کړي.

د ډسمبر پر نهمه (ليندۍ ۱۹) د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر سردار احمد شکېب د پاکستان د صدراعظم له مرستیال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحق ډار سره د دواړو خواوو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې وې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو له خوا اداداره کیږي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه ویلي وو چې په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو، سیمه ایز اتصال، افغان کډوالو، افغان زده کوونکو او اړوندو مسلو خبرې شوي وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل دا کتنه په کابل کې د پاکستان د سفارت د شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني او د طالبانو د حکومت د دفاع د وزارت د سرپرست مولوي محمد یعقوب ترمنځ د کتنې وروسته شوې ده.

د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې ویلي چې دغو کتنو داسې تاثر ورکړی چې ګوندې د اسلام اباد له خوا د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ملاتړ او ددغې ډلې وسله والو ته د پناه ځایونو د برابررولو د تورونو او د کابل او اسلام اباد ترمنځ په دې اړه د خپګان وروسته دواړه غاړې د اړیکو د بیا رغولو هڅې کوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دغه خبري کنفرانس ته په وینا کې دا کتنې د مننې د کتنو په توګه یادې کړې او ویې ویل چې د محمد اسحاق ډار سره ددې کتنې غوښتنه د سردار احمد شکیب له خوا څه موده وړاندې شوې وه.

میرمن بلوچ وویل چې پاکستان تل طالبانو حکومت سره د رغنده ډیالوګ څخه ملاتړ کړی دی.

میرمن بلوچ وویل: "د تروریستي ډلو په تړاو، د پاکستان اندیښنې چې د افغانستان په دننه کې یې پناه ځایونه موندلي او د پاکستان پرخلاف د بخښنې څخه په برخمن ډول عملیات ترسره کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو په اجندا کې پاتې مسله ده. مونږ تل د مسلو د حل لپاره تل پر ډیالوګ باندې ټینګار کړی دی".

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې پاکستان تمه لري، چې دغه تروریستي ډلې د ددغه هیواد امنیت ته ګواښونه را ولاړ نه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په دغه خبري کنفرانس کې د چهارشنبې په ورځ کابل کې په یو ځانمرګي برید کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د ژول کیدو د پیښې په اړه وویل، چې د پاکستان دد صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په دې برید باندې خپګان څرګند کړی دی .

ممتاز زهرا بلوچ وویل چې هر تروریستي اقدام چې د هر هدف لپاره ترسره کیږي باید چې وغندل شي او پاکستان تروریستي اقدامات چې په هره بڼه کې وي غندي.

میرمن بلوچ وویل چې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره په خبرو کې به ددې پیښې په اړه نور جزئیات ترلاسه کړي.

خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې د ورځې ماسپښین مهال ډسمبر ۱۱ (لیندۍ ۲۱) د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په انګړ کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې خلیل الرحمان حقاني د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د "خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید کې" وژل شوی دی

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت چې په کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني په ګډون یو شمیر کسان مړه او ټپیان شو په غاړه اخیستی دی.

پر خلیل الرحمان حقاني باندې برید د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو، هیوادونو او ځینو افغان شخصیتونو غبرګون ښودلی او ددغه برید د غندنې ترڅنګ یې د حقاني کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.