پاکستان په امریکا کې مېشتېدو ته په تمه سلګونه افغانان شړلي - فعالین

پاکستان خبرداری ورکړې چې په دغه هېواد کې میشت ټول بې اسناده کډوال شړي.

په امریکا کې د افغانانو د مېشتېدنې یوه ملاتړې اداره وايي، پاکستان د کډوالو د شړلو د پراخ کمپاین په ترڅ کې په سلګونو هغه افغانان هم په زوره ایستلي چې په متحده ایالاتو کې بیا میشتیدنې ته په تمه دي.

د "افغان ایواک" په نوم دغه اداره چې د کډوالو سره د مرستې له ګڼو خیریه موسسو جوړه شوې، وايي چې پاکستاني چارواکو افغانانو ته د متحده ایالاتو د سفارت له خوا لېږل شوي د سپارښتنې لیکونه له پامه غورځولي دي.

د کډوالو دغه ملاتړې اداره وايي، د پاکستان دې اقدام د امریکا تګ ته په تمه افغانان له مشکل سره مخامخ کړي دي ځکه چې په کابل کې د امریکا سفارت تړل شوی او افغانان مجبور دي چې د قونسلي چارو دپاره بل هېواد ته لاړ شي.

پاکستان د نومبر په لومړۍ نیټه د یو میلیون څخه د ډیرو بې اسنادو کډوالو ایستل پیل کړل، چې اکثره یې افغانان دي. اسلام اباد تور پورې کړی چې کابل پاکستاني اورپکو ته پټنځایونه ورکړي خو د طالبانو حکومت دا تور رد کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، تر ۴۵۰ زره ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې اوس پولې ته څېرمه د ژمي په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د "افغان ایواک" اداره وايي، لږ تر لږه ۱۳۰ افغانان چې د متحده ایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزو پر اساس په متحده ایالاتو کې د میشتیدنې لپاره پروسس شوي وو، له پاکستان څخه شړل شوي دي.

ددې ادارې مشر شان وان ډیفر وویل، پاکستاني پوليسو تر دې دمه تر ۲۳۰ ډېر دا ډول افغانان نيولي دي، که څه هم شاوخوا ۸۰ يې بیرته خوشي کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې متحده ایالات "د دې ډول قضیو د تعقیب لپاره کومه رسمي لاره نه لري" او زیاته یې کړه چې له پاکستان څخه د ایستل شویو دغو افغانانو شمیر چې په متحده ایالاتو کې بیا میشتیدنې ته منتظر دي، "ډیر کم" دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې په دغه هېواد کې بې اسنادو کډوالو ته یو میاشت مهلت ورکړ چې له پاکستان څخه ووځي، او خبرداری یې ورکړ چې د نومبر له لومړۍ نیټې وروسته به په زور وایستل شي.

د نومبر په لومړۍ نیټه د امریکا سفارت شاوخوا ۲۵ زره افغانانو ته د سپارښتنې لیکونه د ایمیل له لارې ولېږل ترڅو پاکستاني پولیسو ته ثابته کړي چې دوی په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې لپاره پروسس شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وویل، د اکتوبر په میاشت کې واشنګټن د ټولو هغو افغانانو نوملړ د پاکستان حکومت ته وسپاره چې په امریکا کې د میشتېدنې دپاره یې کارونه جریان لري.

وان ډیفر او دوو لویدیځو دپلوماتیکو سرچینو، چې د دې موضوع په اړه یې د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، وویل چې پاکستاني محلي چارواکو په ډیرو مواردو کې د امریکا د سفارت لیکونه له پامه غورځولي دي.

وان ډیفر وویل: "لیکونه په ځینو قضیو کې مهم دي او په نورو کې نه خو ټولو محلي پولیسو په پام کې ندي نیولي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي وویل، چې په ځینو مواردو کې پاکستاني پولیسو دغه لیکونو ته درناوی کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د هغو دوو افغان کورنیو سره خبرې کړې چې غړي یې پولیسو ته د لیک له ښودلو وروسته ایستل شوي او یو افغان چې د لیک د لرلو سره سره توقیف شوی. دغه افغان ویلي چې وروسته له قید څخه ازاد شوی او دا خبرداری ورکړل شوی چې که خپله ویزه تمدید نکړي نو بیا به ونیول شي.

د کډوالو مدافع وکیلان او افغانان وايي چې اخراج او نیول د هغو افغانانو د اوږده انتظار ناڅرګند وضعیت په ګوته کوي چې واشنګټن یې د ساتنې او په امریکا کې د میشتېدنې ژمنه کړې. یو شمېر دغه افغانانو ویلي چې د خپلو قونسلي چارو دپاره به دریمګړي هېواد ته سفر وکړي.

زیاتره دغو افغانانو د پاکستان په ویزه هغه هېواد ته سفر کړی خو د امریکا د ویزې دپاره د اوږده انتظار په جریان کې یې د پاکستانۍ ویزې موده پای ته رسېدلې ده چې تمدید یې زیات وخت او لګښت ته اړتیا لري.