د دولتي اسرارو د بربنډونې په دلیل محکمې د عمران خان د توقیف موده وغځوله

د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان

د پاکستان یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي ۸) د یو محرم دپلوماټیک سند د افشا کولو په اړوند د عمران خان د بند موده د دوو اونیو لپاره وغځوله.

دا قضایي اقدامات د چهارشنبې په ورځ د "امنیتي اندیښنو" له کبله د اټک زندان دننه چې عمران خان په کې د اګست له پنځمې راهیسې بندي دی، ترسره شول.

د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د اګست په پنځمه (زمري ۱۴) وروسته له هغې چې له بهرنیو هیوادونو څخه د تحفو اخیستو په قضیه کې د اسلام اباد عالي محکمې له خوا په درې کاله بند محکوم شو، پولیسو ونیو او بیا زنداني شو.

خو د اسلام اباد عالي محکمې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹ د اختلاس په قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د بند درې کلنه سزا وځنډوله او په ضمانت یې د هغه د خوشې کېدو امر وکړ؛ هغه څه چې د هغه وکیلانو د اختلاس د بې بنسټه تورونو پر وړاندې یوه قانوني بریا ګڼلې ده.

خو مقاماتو د دغه ۷۰ کلن سیاستوال د وتلو مخه ونیوله او وویل چې هغه د محرمو دپلوماتیکو اسنادو د افشا کولو په قضیه کې په توقیف پاته کیږي.

په دې قضیه کې په هغه تور دی چې په امريکا کې د پاکستان د سفير لخوا استول شوي محرم اطلاعات یې د سياسي ګټو لپاره او ددغه هېواد د رسمي رازونو د قانون خلاف بربنډ کړي دي.

د عمران خان نږدې ملګری او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم په دې قضیه کې د رول لرلو په تور نیول شوی دی.

عمران خان له ډېرې مودې راهیسې ددغه مکالمې څخه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره کار اخلي، چې ګواکې پر ده د بې اعتمادۍ تحریک د پاکستان په سیاست کې د متحده ایالاتو د مداخلې نتیجه ده.

عمران خان په ۲۰۱۸ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمپاین په نتیجه کې صدراعظم شو، خو مخکې له دې چې خپله د صدارت دوره بشپړه کړي، د دغه هېواد پارلمان هغه د نه باور د رایې په اساس بې واکه او د صدراعظمۍ له دندې ګوښه کړ.

خان همداشان ادعا کړې چې هغه روسیې ته د سفر او د "خپلواکه بهرنۍ پالیسۍ" د تعقیبولو له امله د واشنګټن له لورې مجازات کیږي. متحده ایالاتو تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

د هغه متن په اساس چې امریکایي خبري رسنۍ انټرسیپټ (The Intercept) خپور کړی د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مقاماتو د پاکستان د پخواني سفیر اسد مجید خان سره د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه لیدنه کتنه کې هغه وهڅاوه چې د پاکستان ځواکمن پوځ ته ووایي چې که خان په اوکراین کې د روسیې د برید په وړاندې د بې طرفۍ په وجه له دندې ګوښه کړای شي، نو کیدای شي چې اسلام آباد له واشنګټن سره د تودو اړیکو تمه ولري.

افشا شوي دپلوماتیک متن د متحده ایالاتو هغه مقام چې د خبرو اترو مشري یې کوله د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ډونالډ لو یاد کړی دی.

په دپلوماتیک سند کې د ښاغلي لو، له قوله چې د پاکستان سفیر ته یې ویلي راغلي دي چې: "زه فکر کوم که د صدراعظم په وړاندې د عدم اعتماد رایه بریالۍ شي، نو په واشنګټن کې به ټول وبخښل شي، ځکه چې د روسیې سفر ته د صدراعظم د پریکړې په سترګه کتل کیږي. که نه، زه فکر کوم چې مخکې تګ به ستونزمن وي."

خان د رسمي رازونو د افشا کولو تورونه ردوي. هغه په دې باور دی چې پټ پیغامونه په د رمز په ژبه لیکل شوي او د بهرنیو چارو وزارت څخه نشي ایستل کیدی.

د پاکستان پخواني دپلوماتان د هغه د څرګندونو ملاتړ کوي او وایي چې په معمول ډول له صدراعظم او یو څو نورو لوړ پوړو مقامانو سره یواځې د رمز خلاصه شریکیږي، نه اصلي کاپي.