د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام اباد عالي محکمې د عمران خان د دریو کلنو بند سزا وځنډوله


د اسلام اباد عالي محکمې د بهرنیو هیوادونو تحفو د مالي غبن په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان د دریو کلنو د بند سزا ځنډولې خولا دا روښانه نه ده، چې هغه به له زندان څخه په ضمانت خوشې شي او که نه.

د اسلام اباد د عالي محکمې دوو قاضیانو یوې ډلې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۹(وږي اووم) دا پریکړه د پخواني صدراعظم عمران خان د مدافع وکیل له خوا ښاغلي خان ته د دریو کلنو د بند د سزا د ځنډولو په غوښتنلیک باندې د غور پر مهال اعلان کړې ده.

د عمران خان مدافع وکیل شیر افضل خان مروت د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې که د بهرنیو هیوادونو د تحفود مالي غبن په قضیه کې محکمه د عمران خان سزا وځنډوي نو ددې لپاره چې عمران خان په نورو قضیو کې هم ښکیل دی نو د هغه سمدستي خوشې کیدل امکان نه لري.

د اسلام اباد عالي محکمې د مشر قاضي عامر فاروق او طارق جهانګیري په ګډون دوه کسیز پلاوي د دوشنبې په ورځ د عمران خان د سزا په خلاف محکمې ته په شوي غوښتنلیک کې د تحریک انصاف ګوند او د حکومتي وکیلانو دلیلونه اوریدلي او په دې قضیه باندې یې خپله پرېکړه خوندي کړې وه.

د اسلام اباد عالي محکمې خپله پریکړه د سه شنبې د ورځې له غرمې دمخه اعلان کړه.

د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران د اګست پنځم (زمري ۱۴) د اسلام اباد د لومړنۍ محمکمې له خوا د بهرنیو هیوادونو څخه د تحفو د ترلاسه کولود مالي غبن په قضيه کې د دریو کلنو د بند د سزا د اورولو وروسته پولیسو ونیو او په زندان کې یې واچوه.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د مالي غبن په قضیه کې اسلام اباد د لومړنۍ محکمې پریکړه ونه منله اود اګست اتمه (زمری۱۷) یې پر دغه پریکړه د استیناف غوښتنه وکړه.

پخوانی صدراعظم اوس مهال د اټک په زندان کې بندي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG