د پاکستان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې میشت افغان هنرمندانو د ملګرو ملتونو د یونیسکو له ادارې غوښتنه کړې چې د افغان هنرمندانو او موسیقۍ د ژغورنې لپاره دې زغرده او بېړني ګامونه واخلي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله سلګونه افغان هنرمندان پاکستان ته کډه شوي دي.
په کوټه کې میشت د افغان سندرغاړی باقي قره باغی وايي، چې په دې ښار او خوا او شا نورو سیمو کې د افغانستان تر ۱۵۰ زیات هنرمندان ژوند کوي او ډېر یې اقتصادي ستونزې لري.
نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د افغانستان له سندرغاړو سره دې مالي مرستې وکړي: "موږ ملل متحد او يونيسکو ته اپيل کوو چې د انسانيت او هنر په خاطر دې زموږ مرسته وکړي او دلته دې د هنرمندانو لپاره داسې پروژې پيل کړي چې هم زموږ هنر او کلتور بچ پاته شي او هم زموږ مالي ستونځې هوارې شي."
قره باغی زیاتوي دا مهال په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې میشت ډېری افغان هنرمندان د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله هنري فعالیتونه هم نشي کولای او بل د موسیقۍ پروګرامونه هم د نيشت برابر دي.
د افغانستان د نوموتي هنرمند شاه ولي استاد زوی زرولي افغان وايي، په خپل هېواد کې یې يوخوا پر موسيقۍ بنديز دی نو بلخوا یې سرونه هم خوندي نه دي.
د جنورۍ پر يولسمه (مرغومی ٢٢) له امريکا غږ سره په خبرو کې زرولي افغان زیاته کړه، "زموږ سترګې د یونسکو پر لور دي چې دلته د هنرمندانو لپاره د خپل منشور له مخې هنري کنسرتونه جوړ کړي او د هنرمندانو د مالي مرستې په خاطر کوټلي ګامونه پورته کړي."
نوموړی زیاته کړه چې هنرمندان بې له هنره بل هیڅ کار نه شي کولی.
سندرغاړي زرولي افغان په خپلو خبرو کې د خيبر پښتونخوا د هنرمندانو ټولنې مننه وکړه چې تل له دوی سره مرسته کوي.
د خيبر پښتونخوا د هنري ټولنې مشر او سندرغاړی ډاکټر راشد احمد خان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، که څه هم د دوی ټولنه یې مالي او قانوني مرستې کوي خو د هغوی مشکلات بېخي زیات دي. "زموږ په ایالت کې د افغانستان نږدې ٣٠٠ هنرمندان ژوند کوي. د بې کارۍ له لاسه یې ډېری نه یوازې له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي بلکې پولیس یې هم ځوروي. "
د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت په هغه هېواد کې میشتو بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ په خپله خوښه د وتلو ویلي وو. د هغه کال د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو په زور د ایستلو بهیر پیل شو چې د حکومت په وينا تر دا اوسه يې له ۸۰۰ زرو څخه زيات کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.