د پاکستان پوځ ادعا کوي چې خیبر پښتونخوا کې یې ۱۱ اورپکي وژلي

د پاکستان پوځ

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د ډسمبر پر ۱۷ او ۱۸ (ليندۍ ۲۷ او ۲۸) د خيبر پښتونخوا ایالت په بېلا بېلو سيمو کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په جلا جلا عملیاتو کې ۱۱ اورپکي وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډسمبر پر ۱۸ (ليندۍ ۲۸) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې امنيتي سرتېرو د خيبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال اوه وسله وال ووژل.

بيان کې زياته شوې ده چې امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د شمالي وزيرستان په دته خېل کې هم عمليات وکړل او هلته يې دوه وسله وال ووژل. د بیان له مخې، پوځ همدغه راز د مومند ولسوالۍ په ماموند ګټ سيمه کې هم دوه وسله وال ووژل شول.

د پاکستان پوځ وژل شوي ۱۱ واړه مشکوک وسلوال "خوارج" بللي دي چې پوځ زياتره وخت دغه اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ته کاروي، خو دا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً د کومې ډلې غړي وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د پوځ د ادعا په اړه څه نه دي ویلي. خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د پوځ د ادعاو دا تصديق نه دی کړی.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې په عملیاتو کې د مشکوکو وسله والو د وژلو ادعاوې کوي.

له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ولسواليو کې وسله وال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې سیمه ییزو اوسېدونکو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه وهلي دي.

حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.