طالبان دې په ملي بهیر کې د ښځو ګډون ته لاره هواره کړي- د سیمنار ویناوال

عکس ( ارشیف)

په اسلام ابادد قایداعظم پوهنتون د «پښتون سټوډنټس کونسل» په نوم د محصلینو یوې ټولنې په سیاسي او اقتصادي چارو کې د ښځو هڅې تر نامه لاندې یوه علمي غونډه جوړه کړې وه چې پکې افغان زده کونکو هم ویناوې وکړې.

دغه سېمینار چې د مۍ میاشتې پر ۳۱مه نېټه جوړ شوی و په پاکستان او افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تعلیم، سیاست، اقتصاد او د ژوند په نورو برخو کې د موجودو خنډونو لېرې کولو لارې چارې وسنجول شوې.

د غونډې ویناوالو د پاکستان پر حکومت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ښځو ته دې په ملي بهیر کې د برخې اخیستو لپاره لار هواره کړي.

دې سېمینار ته د پاکستان د پارلمان (قامي اسامبلۍ) او د قامي جمهوري غورځنګ غړې بشرا ګوهر په خپله وینا کې وویل: ”د پاکستان د ټاکنو کمیسون د قانون له مخې هر سیاسي ګوند باید په عامو ټولټاکنو کې ښځو ته لس سلنه ونډه ورکړي خو هېڅ یو سیاسي ګوند هم پر دې عمل ونکړ. تاسو وګورئ اوس په مرکزي حکومت کې یوه ښځه هم د پاکستان مرکزي کابینه کې وزیره نه ده نو د دې معنا دا ده چې د دې هېواد نیمايي ابادي د ښځو ده خو د دغه نیمې برخې استازیتوب د وزارتونو په برخه کې نشته “.

دې سېمنار ته یوې افغان زده کونکې او مدني فعالې فریده حفیظ چې دا مهال په پاکستان کې زده کړې کوي، په خپله وینا کې وویل، ”موږ دا غوښتنه کوو چې نن په نړۍ کې افغانستان یوازینۍ هېواد دی، چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې بندې کړل شوې دي. افغان نجونې نشي کولای چې خپل ټولنیز اسلامي او بنسټیز حقونه ترلاسه کړي. موږ غوښتنه کوو چې نجونو ته دې د ژوند ټول بنیادي حقونه ورکړل شي. “

په بلوچستان ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مخکښې او د ښځو د حقونو مدني فعالې وړانګې لوڼۍ د یاد سېمینار په باب له امریکا غږ سره په خپلو خبرو کې وویل، ”له بده مرغه، دلته چې کوم خلک پر موږ راتپل شوي دي، زموږ وطنونه يې نیولي دي، هغوی لومړۍ کار دا وکړ چې په پښتنه ټولنه کې يې د ښځو تعلیمم حرام وګرځولی او دوهم کار يې دا کړی چې ښځه به په ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي هلوځلو کې برخه نه اخلي نو زموږ ښځې په یو منظم ډول له تعلیمي، فرهنګي او د ژوند له نورو چارو بې برخې ساتل شوي دي.“

د پښتون سټوډنټس کونسل مشر اسد خان توري چې د سېمینار بندوبست یې کړې وه له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، ”موږ فکر کوو که په پاکستان کې ښځې په سیاست کې برخه واخلي او په دې میدان کې لاس ته راوړنې ولري، نو د دې اغیز به د افغانستان پر ښځو هم کېږي، نو په دې وجه مو په دې سېمینار کې افغان زده کونکو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه. “

د ښځینه زده کړو د ارزښت په باب په پېښور کې د تعلیمي چارو کارپوه پروفیسر ډاکټر یاسین اقبال یوسفزي امریکا غږ ته وویل، ”تاسو وګورئ په ګرده نړۍ کې دا د دولتونو زمه واري وي چې هغه د خپل هېواد ماشومانو ته د زده کړو زمینه وربرابر کړي او دا د یو ماشوم بنیادي حق دی. موږ په دا نېږدو کې وکتل چې په وزیرستان کې د نجونو ښوونځي په بمونو ړنګ کړل شول، نو دا د دولت زمه واري ده چې خپلو وګړو ته د زده کړو زمینه وربرابر کړي او قامونه په تعلیم جوړېږي او په دې تعلیم کې د ښځو ښه پوره ونډه وي. “

د پاکستان د ټولټاکنو ملي کمیسون هر سیاسي ګوند لپاره دا ضروري ګرځولې چې په ټولټاکنو کې به لس سلنه عامې چوکۍ به ښځو ته ورکوي په تېرو ټولټاکنو کې د دې هیواد د سیاسي ګوندونو وینا وه چې خپله دغه زمه واري يې پوره کړې او لس فیصده عامو چوکیو باندې يې ښځینه نوماندانې د ووټونو لپاره درولي وې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پينځلسمه چې طالبانو د ګرد افغانستان واک ترلاسه کړو له هغه ورځې راهیسې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته په زده کړو بندیزونه لګول شوي. ښځې بې له محرمه یوازې سفر نشي کولې او د یوشمېر نورو بندیزو ترڅنګ بازارونو ته د محرم پرته یوازې نه شي تللی، دا شان په ښځو یو شمېر بندیزونه هم لګول شوي دي.

د بشري حقونو تنظیمونو او یو شمیر لویدیځوهېوادونو نیوکې کړي او په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومت غوښتي چې د نجونو لپاره دې د تعلیم دروازې پرانیزي.