منځني ختیځ کې روان کړکیچ د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې زیاتې کړي ـ راپور

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د سنګاپور، بریتانیا او جرمني هوايي شرکتونو پریکړه کړې چې د عبوري الوتنو لپاره د افغانستان له فضا کار واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یو شمیر لویو نړیوالو هوايي شرکتونو په منځني ختیځ کې روان کړکیچ دوام ته په پاملرنې د خپلو الوتنو د خوندیتوب لپاره د افغانستان د فضايي قلمرو څخه د کار اخیستلو پریکړه کړې چې ورسره د نړیوالو هوايي شرکتونو له خوا ددغه هیواد د فضا څخه عبوري الوتنوکې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ اګست ۲۳ (سنبلې دوېیم) د نړیوالو الوتنو د یو تحلیل پر اساس په یو راپور کې ویلي چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په دوېیمه اونۍ کې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو هوايي شرکتونو په عبوري الوتنو کې اوه ځلې زیاتوالی راغلی دی.

دغه خبري اژانس د سنګاپور هوايي شرکت، بریتانیا هوايي شرکت او د جرمني لوفتانزا هوايي شرکت په هغو نړیوالو شرکتونو کې یاد کړي چې د منځني ختیځ پر ځای د اسیا او اروبايي هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د افغانستان فضا څخه کار اخلي.

افغانستان د اروپايي هیوادونو او د اسیا د یو شمیر هیوادونو ترمنځ لنډه فضايي لار ده چې د الوتکو د تیلو د مصرف سپما سبب ګرځي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته یو زیات شمیر نړیوالو هوايي شرکتونو ددغه هیواد د فضا څخه کار اخیستل بند کړي وو.

د رویټرز خبري اژانس ویلي چې که څه هم لا نړیوالو هوايي شرکتونو چې د ۲۰۲۱‍ کال دمخه یې د افغانستان د فضا څخه کاراخیست لا بیرته هغه حالت ته نه دی رسیدلی، خو یو شمیرهوايي شرکتونه د ایران او اسرئیل د فضا څخه تیریدولو څخه د امنیتي اندیښنو له امله ډډه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او د اوکراین ترمنځ د جګړې د پیلیدو وروسته اکثرو هوايي شرکتونو د ایران او د منځني ختیځ د هیوادونو له هوايي فضا څخه کار اخیستلو ته مخه کړې وه.

افغانستان د دغه هیواد د فضا څخه د هرې الوتکې د تیریدو څخه تر اوو سوو امریکايي ډالره اخلي. ددې دمخه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي وو چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د۱۰۰ او ۱۲۰ په شاوخوا کې د نړیوالو هوايی شرکتونو الوتنې د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو هرات، کندهاراو مزارشریف کې د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې اوس مهال د افغانستان په دننه کې د کابل او یو شمیر لویو ښارونو ترمنځ هره ورځ د څو الوتنو سربیره د کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه یو شمیر ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته هم منظمي الوتنې کوي.

همداشان د ایران د پنځه هوايي شرکتونو په ګډون د ترکیې ترکش ایرلین، د متحده عربي اماراتو فلای دوبۍ، ایر عربیه هوايي کرښې الوتکې هم کابل او ددغو هیوادونو ترمنځ منظمي الوتنې کوي.