په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل کلیزه؛ طالبانو او مخالفانو یې دواړو غندلی دی

پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلنو کې په زرګونو افغانان ووژل شو او په لسګونو زره نور ټپیان شواو هم ددغه هیوادزیربناوې په پراخه ډول له منځه لاړې. (عکس ارشیف).

د طالبانو حکومت او د پځوانیو مجاهدینو ځینو ډلو پرافغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل د ۴۵ کلیزې په مناسبت د جلا اعلامیو د خپرولو په ترڅ کې ددغه یرغل د غندنې ترڅنګ ددغو ځواکونو پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او سرښندونو ستاینه هم کړې ده.

له نن څخه ۴۵ کاله دمخه په دې ورځ د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ پر افغانستان باندې یرغل وکړ، چې د لویدیځو هیوادونو په ملاتړ د پخوانیو مجاهدینو سره د څه باندې نهو کلنو جګړو وروسته دا ځواکونه له دغه هیواد څخه وتلو ته اړ شو.

د طالبانو حکومت ددغې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې پرافغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو یرغل غندي او په وړاندې یې د افغانانو په جهاد او سرښندنه افتخار کوي.

د طالبانو حکومت په دې اعلامیه کې ویلي: "د افغانانو د قربانیو، هجرتونو، شهادتونو او جهادي ستومانیو په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره ۹ کاله وروسته داسې ورځ هم راغله چې همدې مغرورو سرو لښکرو په افغانستان کې په ذلت سره ماته وخوړه او په ټیټ سر له افغانستان څخه وتښتیدل".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ددې ورځې په مناسبت کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د پکتیکا په ولایت کې د سه شنبې د ورځې ناوخته د پاکستان هوايي ځواکونو بریدونو ته په اشارې وویل چې پاکستاني چارواکي دې افغانانو ته په سپکه سترګه نه ګوري.

امیرخان متقي وویل چې پاکستاني چارواکو د مهاجرت د نړیوالو قوانینو پرخلاف د پکتیکا په ولایت کې پر وزیرستاني کډوالو باندې بمبارۍ وکړې او ښځې او ماشومان یې ووژل.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان ته وزیرستاني کډوال د پاکستان د پوځ د عملیاتو په پایله کې کډه کړې ده.

هغه وویل: "د پاکستان واکمنو ته دا پیغام ورکوو چې ټیټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کوه زه په دې افتاده ګۍ کې لوی ګړنګ یم".

همداشان امیرخان متقي پاکستاني ولس او سیاسیونو ته مشوره ورکړه او ویې ویل: "هغوی ته یوه مشوره ورکو چې افغانستان ته په سپک نظر ګورئ نو یو ځل د شوروي اتحاد د واکمنو سره مشوره وکړئ، یو ځل د انګریزانو تاریخ هم وګورئ یو ځل د امریکا او ناټو انجام هم وګورئ چې اوس هم په سترګو لیدل کیږي نن ټوله اروپا او امریکا یوازې د اوکراین دفاع نشي کولای".

هغه پرته له دې چې د چا یا کومې ادارې نوم واخلي له پاکستاني سیاسیون وغوښتل چې د هغو کړیو او اشخاصو مخه دې ونیسي، چې د امیرخان متقي په وینا د هغوی په برخلیک او ګټو باندې لوبې کوي او د سیمې امنیت د ګواښ سره مخ کوي.

د جعیت اسلامي ګوند چې د پخوانیو مجاهدینو په هغو ډلو کې شامل و چې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې یې په وسله واله مبارزه کې برخه لرله هم په یوه اعلامیه کې د جدي شپږمه د افغانستان د معاصر تاریخ د تورې ورځې په توګه یاده کړې ده.

دغه ګوند ویلي چې د جدي شپږمه نه یوازې د افغانانو د بې شماره کړاړونو سبب شوې، بلکې دغه ورځ په افغانستان کې د نورو خونړیو پیښو رامنځ ته کیدو سبب هم شوې ده.

په ډې اعلامیه کې ویل شوي: "یقینآ چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د هیواد د اشغل مخربې پایلې لا هم د افغانستان د خلکو جمعي حافظه لا هم ځوروي، خو د تیري څخه د هیواد ازادول یو ستر افتخار دی چې د تاریخ په زړه او د خلکو په حافظه کې به تل پاتې اوسي".

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند په دغه اعلامیه کې د افغانستان روان وضعیت یادونه هم شوې او ویل شوي چې دا هیواد یو ځل بیا د استبداد، بشري حقونو د پراخه سرغړونو، د ټولنې څخه د ښځو د حذفولو، د پردیو د ارادې تحمیل سره بیا مخ شوی دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د جمعیت اسلامي له نظره استبداد، انحصار او بشپړه غوښتنه به کومه پایله ونلري او د اوسني مشروعیت د تشې څخه د وتلو یوازینۍ لار عمومي غوښتنې ته په اطاعت کې نغښتی دی".

د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو پراخیدو هڅې

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل. د پخوانیو مجاهدینو ډلې دا ورځ هر کال د ځانګړو مراسمو او غونډو په ترڅ کې نمانځي. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته ددغې ډلې حکومت پر سیاسي ګوندونو د فعالیت بندیز لګولی، چې له امله یې ددې ورځې په مناسبت هم د غونډو پر جوړیدو بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو حکومت پر افغاسنتان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل ۴۵ کلیزه د اعلامیې په ترڅ کې په داسې حال کې غندلي، چې دغه حکومت د پخواني شوروي اتحاد د ځای ناستې ولادیمیر پوتین حکومت سره د ډیرو نږدې اړیکو د جوړولو هڅې کوي.

د روسیې پارلمان د مشرانو جرګه راتلونکې جمعه د داسې یوې لایحې په اړه رایه ورکوي چې ددغه هېواد د "ترهګرو" سازمانونو د نوملړ څخه د طالبانو د نوم لیرې کولو ته لار هواروي.

د پارلمان ولسي جرګې د دسمبر ۱۷مه (لیندۍ ۲۷) دا لایحه تصویب کړه چې د جمعې په ورځ په مشرانو جرګه کې له رای ګیرۍ وروسته به د توشیح لپاره جمهور رئیس پوتین ته وړاندې شي.

په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو او طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې روسیې ددغې ډلې له حکومت سره اړیکې پیاوړې کړي دي.

له هغه راهیسې چارواکي ټینګار کوي چې د مسکو د "ترهګرو" ډلو له لست څخه د طالبانو نوم لیري کړي.

د روسیې لوړپوړو امنیتي چارواکو تېره میاشت کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو مشرتابه ته ډاډ ورکړی و چې ددې ډلې نوم به له خپل تور لیست څخه وباسي.

په لایحه کې د وړاندې شوي سیستم له مخې، د روسیې لوی څارنوال به محکمې ته دوسیه وړاندې کوي او دا به ورته وايي چې دغه ډلې "د ترهګرۍ د ملاتړ" فعالیتونه "بند کړي" دي او له هغه وروسته به د قاضي په حکم له تور لیست څخه ددغه ډلې نوم لیرې کیږي.

ددغه اقدام څخه مخکې د طالبانو حکومت د روسیې لخوا په رسمیت نه پېژندل کیږي، که څه هم روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت "د افغانستان اسلامي امارت" بولي.

پوتین ددې کال په پیل کې طالبان "د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې خپل ملاتړي" وبلل. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پر لویدیځو هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان څخه بندیزونه لیرې کړي او په بیارغاونه کې یې "مسئولیت" واخلي.

په مرکزي اسیا کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم له طالبانو سره د ښو اړیکو لرلو ژمنه کړې ده. قزاقستان د ۲۰۲۳ په پای کې خپل د "ترهګرو" ډلو له تور لست څخه د طالبانو نوم لیرې کړ.

دا اقدام په داسې حال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ ډیپلوماسي پیاوړې کوي چې دواړه هېوادونو په لویدیځ کې له انزوا سره مخامخ دي.