امریکا یو افغان د هیروینو د قاچاقو او طالبانو سره د مرستو په تور په ۳۰ کالونو بند محکوم کړ

د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت وایي چې د «حاجي عبدالستار بارکزي» په نوم یو افغان یې امریکا ته د هیروینو د قاچاقو او د طالبانو او حقاني شبکې سره د مالي مرستې د هڅو په تور په ۳۰ کالونو بند محکوم کړی.

دغه کس د «حاجي عبدالستار عبدالمناف» په نوم هم یاد شوی دی. منصفه پلاوي د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې له دوو اونیو غونډو وروسته هغه تورن پېژندلی و او محکمې ورته د بند سزا واوروله.

د نیویارک څارنوال ډامیان ویلیمز ویلي: «حاجي عبدالستار عبدالمناف د زهرو په تجارت کې دخېل و. هغه خپل د نشه يي توکو د کارو باور د پرمخ بیولو او متحدو ایالتونو ته د نشه يي‌ توکو د عملیاتو د غځولو لپاره د ترهګرو -طالبانو- څخه ګټه اخیستې. هغه د وسلو په زور د یو حساس شاهد د غلي‌ کولو لپاره د هغه د تښتولو له هڅې څخه ډډه ونه کړه. له نیکه مرغه زموږ قانون د پلي کوونکیو متحدینو او د دغې ادارې د مسلکي څارنوالانو په همکارۍ د هغه د نشه يي توکو د کلونو ترهګرۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.»

له نشه يي توکو سره د متحدو ایالتونو د مبارزې د برخې مشرې ان میلګرام وویل: «حاجي عبدالستار عبدالمناف له هیروینو څخه د جنګي وسلې په توګه کار اخیستی او د وحشت او مرګ د خپرېدو لپاره یې له طالبانو او حقاني شبکې سره مرسته کړې ده. د هغه زهرو زموږ سړکونه په نښه کړل او ګټه یې د متحدو ایالتونو په ضد خشونت ته رسېده. د بند نننۍ سزا څرګند پیغام لري: د نشه يي‌ توکو ترهګر چې په مالي لحاظ د ترهګرۍ ملا تړي او د امریکایانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي، که هر چېرې پټ وي، عدالت ته به کش کړل شي.»

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت طالبانو ته د وسلو د ساتلو او پېسو د انتقال له کبله په عبدالستار باندې بندیز ولګوه. د مالي وزارت د اعلامیې په اساس، دغه کس «د طالبانو د فعالیتونو د حمایت لپاره له طالبانو سره د زرګونو ډالرو مرسته کړې او په هغوی یې ډالر وېشلي» او همدغه راز یې «د ایتلافي ځواکونو په ضد یې د طالبانو د جګړې سره مرسته» کړې او پېسې یې ورته برابرې کړې دي.

د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت اعلامیه وايي، بارکزي د ۲۰۱۸ د جنورۍ په میاشت کې هڅه وکړه چې ډېر هیروین متحدو ایالتونو ته انتقال کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې «هغه طالبانو ته پېسې ورکړې چې د هیروینو په قاچاقو کې یې حمایت وکړي او د حقاني شبکې سره یې د مالي مرستو هڅه وکړه.»

د شواهدو او مدارکو په اساس، بارکزي له پنځو هغو کسانو سره، چې هغه یې د نشه يي‌ توکو د یو نړیوال سازمان غړي بولي، په غونډو کې ګډون کړی او تیلیفوني تماسونه یې نیولي او ایمیلونه یې ورسره تبادله کړي دي.

اعلامیه وایي: «په دغو پنځو کسانو کې یې څلور د متحدو ایالتونو د نشه يي توکو ضد ادارې سرچېنې وې او پنځم کس یې هم د دغې ادارې یو پټ کارکوونکی و.»

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي دي چې بارکزي په ۲۰۱۸ کال کې د دغه ادارې په پټ کارکوونکي‌ باندې لس کیلو ګرام هیروین خرڅ کړل او ورته یې وویل چې دا به د نیویارک ښار ته انتقال کړل شي.

د عدلیې وزارت وایي چې بارکزي په وار وار دغه مخفي مامور ته ویلي وو چې د دغو هیروینو د انتقال لپاره یې طالبانو ته پېسې ورکړې او وسله وال کسان به یې په انتقال کې مرسته وکړي.

نوموړي‌ همدغه راز دغه کس ته ویلي وو چې زرګونه کیلو ګرام نشه يي توکي به متحدو ایالتونو ته د انتقال لپاره برابر کړي. د عدلیې وزارت ویلي دي چې بارکزی په بهر کې له نیول کېدو وروسته د محاکمې لپاره متحدو ایالتونو ته انتقال شو، خو د نیول کېدو د ځای په اړه یې څه ویل شوي نه دي.

اعلامیه وايي، چې ۵۹ کلن عبدالستار بارکزي، په ۲۰۱۹ کال کې له زندان څخه خپلو وروڼو ته په تیلیفون کې لارښوونه وکړه، چې هغه شاهد وتښتوي او په مرګ یې وګواښي چې د بارکزي جرایم بربنډ نه کړي. وايي دغه شاهد هم د متحدو ایالتونو د نشه يي توکو سره د مبارزې مخفي کارکوونکی و.

عبدالستار بارکزی له ۳۰ کلن زندان د بند تر څنګ، همدغه راز محکوم شوی، چې له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته به پنځه کاله تر نظارت لاندې وي او د نشه يي توکو له لارې ګټل شوې پېسې به هم له لاسه ورکوي.