اوچا: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳.۴ میلیونو افغانانو بشري مرستې ترلاسه کړي

اوچا ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲.۲ میلیونو کسانو ته لږ ترلږه درې ډوله مرستې هم برابرې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې کمښت ستونزې ته په اشارې ویلي چې د بشري مرستو ادارو د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جولای د میاشتې پورې ۱۳.۴ میلیونو اړمنو کسانو ته لږ ترلږه یو ډول بشري مرستې برابرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبر ۱۵(تلې ۲۴) د ایکس په پاڼه په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې همداشان د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲.۲ میلیونو کسانو ته لږ ترلږه درې ډوله مرستې هم برابرې شوي دي.

اوچا ویلي: "که څه هم دا په مطلقو شرایطو کې د یو پراخه لاس رسي څرګندونه کوي، خو ددغو ۱۳.۴ میلیونو کسانو له ډلې ۶۹ فیصدو ۹.۳( میلیونو) یې د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړي دي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې ویلي چې خلکو سره دا شوې مرستې د ۲۰۲۴ کال د جولای د میاشتې تر ۲۸ ورځې پورې ملګرو ملتونو ته د نړیوالې ټولنې له خوا د ۷۳۵ میلیونو ډالرو د بودیجې د چمتو کولو او د تیر ۲۰۲۳ کال څخه د ۴۱۲.۵ میلیونو ډالرو د پاتې بودیجې له برکته ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" ویلي: "په هر صورت د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو د اړتیا وړ بودیجې ۲.۳ میلیارده ډالره بودیجه لا هم د جولای تر میاشتې نه ده برابره شوې. په عین وخت کې د ناڅاپي پیښیدونکو بحرانتونو څخه زیږیدلې نوې اړتیاوې چې په هممهاله ډول د زیانمنتیاو د زیاتیدو سبب ګرځي هم دوام لري".

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۴ په لومړیو اوو میاشتو کې بشري مرستې په ځانګړي ډول د خوراکي توکو مرستې ویشلو دوام درلود. دغې ادارې هیله ښودلې چې مرسته کوونکې ادارې به لا زیات ملاتړ د مرستو نوعیت او اندازې ته په کتنې د بین السکتوري اړتیاړو پراساس برابر کړي.

ملګرو ملتونو افغانانو ته د بشري مرستوپه ځانګړي ډول د خوراکي توکو د مرستو د برابرولو دا راپور په داسې حال کې ورکړی چې ددغې ټولنې اړوند ځینو ادارو له وړاندې د بودیجې د کمښت له امله افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د بندیدو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تازه ویلي چې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو څخه زیات افغانان د خوړو مرستو ته اړتیا لري، خو دا پروګرام د بودیجې د کموالي له کبله نور ۱۱ میلیون اړمنو افغانانو ته مرستې نه شو برابرولای.

د خوړو نړیوال پروګرام د اکتوبر اتم (تلې ۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې ددغو ۱۱ میلیون کسانو سربیره له دې وروسته به په افغانستان کې ۱.۴ میلیون میندې او ماشومان هم ددغه پروګرام له خوا د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي خوراکي توکي هم ترلاسه نشي کړای.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزو له امله د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل او مې د میاشتو اورښت وروسته د سیلابونو او د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې د زلزلو له امله مصیبت ځپلو او هم له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر یادونه کړې او ویلي دي چې زیات شمیر کډوال تش لاس داسې هیواد ته چې په اړه یې ډیر کم پوهیږي او خپلو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو لپاره ډیر کم فرصتونه لري، ستانه شوي دي.

ډبلیو اف پي د اکتوبر په شپږم (تلې ۱۵) ویلي چې د روان کال په اوږدو کې یې نږدې څلورو میلیون اړمنو افغانانو ته چې نږدې نیمايي یې ښځې دي نغدې مرستې برابرې کړي دي. دغه ادارې ویلي چې د نغدو پیسو مرستې کورنیو ته دا توان ورکوي چې پیسې د خپلو اړتیاو له مخې مصرف کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر میاشتې ۶۱۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته د خپلو پروګرامونو د وام لپاره اړتیا لري چې ددې ترڅنګ به پر دغو پیسو هغو سیمو کې هم خواړه ځای پرځای کړي چې د ژمي په موسم کې د واورو له امله یې لارې بندیږي.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د خوړو دغه پروګرام ویلي و چې په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي او د هر څلور و تنو څخه یو یې په دې نه پوهیږي چې بل ځل ته خواړه به له کوم ځای برابر کړي.