د سږ کال د ادبیاتو د نوبل جایزه د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳مه)د ناروې لیکوال یون فوسه ته د هغه د ډرامو او نوښتګرو نثرونو په اساس ورکړل شوه.
د نوبل اکاډمۍ په وینا: "د یون فوسه په لیکنو کې چې د ناروې په نینوزسک ژبه لیکل شوي او په بیلابیلو ژبو ژباړل شوې دي، ژانرونه، ډرامې، ناولونه، شعري ټولګې، مقالې، د ماشومانو کتابونه او ژباړې شاملې دي."
دغه ۶۴ کلن لیکوال په ۱۹۸۹ کال کې، د بوټ هاوس (د کښتۍ خونې) په نوم د یوه ناول په لیکلو سره ډیر شهرت وموند او بیا په ۱۹۹۲ کال کې د ډرامو په لیکلو سره د نړۍ یو له سترو ډرامه لیکونکو څخه وبلل شو.
له هغه وخت راهیسې، د یون فوسه ګڼ شمېر ناولونه، لنډې کیسې، شعرونه، د ماشومانو کتابونه، مقالې او ډرامې چاپ شوي او ادبي اثار یې نورو ژبو ته ژباړل شوي دي.
د ادبیاتو د نوبل د جایزې تر ورکړې مخکې، د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر څلورمه) د نوبل د کیمیا جایزه، مونګي باوندي، لویس بروس او الکسي اکیموف ته د "کوانټم نقطو اختراع او ترکیب" لپاره ورکړل شوه. دا ساینس پوهان د امریکا په متحدو ایالتونو کې ژوند کوي.
ددغو دریو ساینس پوهانو اختراع، د کمپیوټر او ټلویزیون سکرینونو د روښانه کولو او همداراز په طبي برخه کې د سرطاني غدو د موقعیت د تثبیت او نقشې اخیستلو لپاره کارول کیږي.
همداراز، د سه شنبې په ورځ ( اکتوبر درېیمه) د نوبل د فزیک جایزه د امریکا د متحدو ایالتونو د اوهایو د پوهنتون استاد پيير اګوستیني، د جرمني د مونیخ پوهنتون استاد فرنس کراوس او د سویډن د لوند پوهنتون استادې اني لولیر ته ورکړل شوه.
د دې معتبرې جایزې د ګټونکو د اعلانولو پر مهال، د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ وویل، چې د دغو ساینس پوهانو تجربو او ازماېښتونو "نوي وسائیل د بشریت په اختیار کې ورکړل چې نړۍ د مالیکولونو او اتومونو په منځ کې الکترونیکونو ته انکشاف ورکړي. "
تر دې وړاندې، د دوشنبې په ورځ (اکتوبر دوېیمه)، دوو امریکايي څېړونکو ، کتلین کاریکو او درو ویسمن ته د طب د نوبل جایزه ورکړل شوه. د دوی پلټنو د کروناویروس ضد واکسینونو "فایزر او مدرنا" تولید ته لاره پرانیستله.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکي به د جمعې په ورځ او د نوبل د اقتصاد د جایزې ګټونکي به د اکتوبر په نهمه نېټه اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې ، د ۲۰۲۲م کال د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو ګټلې وه. د نوبل کمېټې، مېرمن ارنو ته ددغه ادبي جایزې د ورکړې په هکله ویلي و، چې مېرمن آني ارنو د ذهني محدودیتونو د رېښو په څېړنه کې د خپلې زړورتیا او ځیرکتیا له کبله دا جایزه خپله کړې ده.