ناروی د روسي سیلانیانو پرمخ خپله پوله تړي

د ناروی او روسیې ترمنځ سرحدي پوله

د ناروی حکومت د پنجشنبې په ورځ می ۲۳ (غبرګولي ۳) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې خپلې پولې د روسي سیلانیانو پر مخ تړي. د ناروی پدې اقدام سره به د اروپا د شینګین ویزې حوزې ته د روسي سیلانیانو وروستۍ مستقیمه لار بنده شي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د مې له ۲۹ نېټې څخه به اکثر روسي سيلانيان ونشي کړای چې ناروې ته داخل شي. ناروې د خپلې خاورې په شمالي برخه کې له روسیې سره ۱۹۸ کیلومتره ګډه پوله لري او ستورسکوګ بوریس ګلیب د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ یوازینۍ ځمکنۍ پوله ده.

د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزیرې ایملي انګر میل په دې بیان کې ویلي: "د مقرراتو د سختولو پریکړه د ناروې له چلند سره سمون لري چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د غیرقانوني تیري په ځواب کې د متحدینو او شریکانو سره ودریږي."

ناروې د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان (ناټو) او د شینګین د حوزې غړی دی، خو د اروپایي اتحادیې غړی نه دی. دې هیواد د ۲۰۲۲ کال په پسرلي کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته روسي اتباعو ته د ډېرو سیاحتي ویزو ورکول بند کړل.

خو د اوږدې مودې ویزې لرونکي چې ویزې یې د ۲۰۲۲ کال دمخه صادرې شوې وې، او همدارنګه هغه کسان چې د شینګین د حوزې د نورو هیوادونو ویزې لري، لاهم ناروې ته د ننوتلو اجازه لري. د ناروې د عدلیې او عامه امنیت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د مې له ۲۹مې نېټې به دغو کسانو ته د ناروې د ننوتو اجازه ورنکړل شي.

په دې برخه کې یوازینی استثنا د هغو کسانو لپاره ده چې د رسمي کارونو یا د زده کړو د دوام لپاره پدې لارې تګ راتګ کوي او همدارنګه هغه کسان چې غواړي د خپلو خپلوانو چې په ناروې کې ژوند کوي لیدنه وکړي.

د کریملن ویاند دیمیتري پیسکوف د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د ناروې پریکړه به "بې ځوابه" پاتې نشي. هغه خبریالانو ته په خبرو کې وویل: "دا پرېکړې تبعیضي دي، موږ یې نه شو منلی او په خواشینۍ سره چې د ناروې مقاماتو د دوه اړخیزو اړیکو د لا خرابېدو په موخه یوه لاره خپله کړې ده."
د ناروې د حکومت د رسمي شمېرو له مخې د روان کال له پيله تر اوسه ۵۱۰۲ روسي اتباع له روسيې څخه د سياحتي ويزې په اخيستو ناروې ته داخل شوي دي.

که څه هم ناروې د اروپايي ټولنې غړی نه دی، خو له دې اتحادیې سره نږدې همکاري لري او د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته یې د روسیې پر وړاندې د اروپايي ټولنې په شان اقدامات کړي دي.

د شینګین په حوزه کې د اروپا اکثر هیوادونه شامل دي، او په دې حوزه کې د یو هیواد ویزې اخیستونکي کولی شي ټولو شینګین هیوادونو ته په آزاده توګه سفر وکړي.