په نایجریا کې چارواکي وایي د څارویو وسله والو غلو د دغه هېواد په شمال لویدځ د کیبي په ایالت کې په اوو کلیو بریدونه کړي او شاوخوا ۸۸ تنه یې وژلي دي.
د برید په لومړیو کې د ۶۶ کسانو راپورونه خپاره شوي وو، خو د یکشنبې په ورځ چارواکو وویل چې دا شمېره ۸۸ ته لوړ شوی دی.
وسله والو غلو د څارویو او کلیوالو د لوټلو او تښتولو لپاره پر کلیوالو بریدونه کړي وو.
د کیبي ایالت د پولیسو ویاند نافیو ابوبکر د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې لسګونه وسله والو چې په موټر سایکلونو سپاره وو په کلیو بریدونه کړي دي.
ډېر خلک د برید پر مهال تښتېدلي وو او تر یکشنبې جون شپږمه (غبرګولي۱۶) پورې یې درک نه و لګېدلی.
ابوبکر وویل چې لټون روان دی او شاید د مړو شمېر نور هم زیات شي.
نور پولیس سیمې ته استول شوي چې د نورو بریدونو مخه ونیسي.
ګمان کیږي چې بریدګر د نایجیر او زمفرا ایالتونو څخه ورغلي او په دغو سیمو یې بریدونه کړي دي.
د اپریل په میاشت کې د همداسې یو برید په پایله کې نهه پولیس هم وژل شوي وو.
د نایجریا شمال او شمال لویدیځې سیمې د جنايي ډلو مرکزونه بلل کیږي چې پر کلیو او کلیوالو بریدونه کوي او کورونه سوځوي.
دا وسله والې ډلې په ورڅېرمه ځنګلونو کې کمپونه لري. د نایجریا امنیتي ځواکونه چې له کلونو راهېسې له جهادي ډلو سره په جګړه بوخت دي، د دغو وسله والو سره مبارزه ورته یو بل سرخوږی دی.
د ډسمبر له میاشتې راهېسې وسله والو شاوخوا ۷۰۰ ماشومان د پېسو لپاره تښتولي دي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس د فبرورۍ د میاشتې راهېسې نژدې ۷۰۰زره خلک د تاوتریخوالي له کبله بې ځایه شوي دي.