د نایجریا د پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ابراهیم اطاهرو د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړ شوی دی.
هغه د «کدونا» سیمې ته په رسمي سفر روان و چې الوتکه یې غورځېدلې ده، په دې سیمې کې په دې وروستیو کې ناامني زیاته شوې وه.
د نایجریا پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې الوتکه د کدونا هوايي ډګر ته نږدې غورځېدلې او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
د دغه هېواد ولسمشر محمده بحاري ویلي دي چې په پېښه کې د پوځ د مشر په ګډون یو شمېر نور کسان هم مړه شوي دي.
د نایجریا د ولسمشر په اعلامیې کې دا یوه غمژنه پېښه بلل شوې او ویل شوي دي چې دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې دا هېواد له یو لړ امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.
تر دغې پېښې شاوخوا درې میاشتې مخکې د نایجریا په ابوجا کې هم یوه د پوځ یوه الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله وغورځېده او اوه کسان په کې مړه شول.
ناییجریا د الوتکو د خوندیتوب او مصونیت له پلوه کمزوری هېواد بلل کیږي سره له دې چې په دې وروستیو کې یې په دې برخه کې ځينې پام وړ پرمختګونه کړي دي.
په ناجریا کې د بوکو حرام اسلامپاله ډله جنګیږي چې له کبله یې شاوخوا دوه میلیون خلک بېځایه شوي او تر ۳۰زرو زیات وژل شوي دي.