منځني ختیځ کې د کړکیچ ډیرالی : حزب الله او اسرائیل په یو بل بریدونه کړي

حزب الله او اسرائیل په یو بل د توغندي او ډرون الوتکو بریدونه کړي.

په منځني ختیځ کې یکشنبه اګست ۲۵ (وږي څلورمه) کړکیچ ورسته تر هغه ډیر شو چې د لبنان حزب الله وسله والو او اسرائیل په یو بل سلګونه بریدونه وکړل او د نورو بریدونو هوډ یې هم وکړ.

په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله یو جګپوړي قوماندان، فواد شُکر تر وژل کیدو وروسته ایران او حزب الله ویلي و چې په اسرائیل به د بدل اخیستو بریدونه کوي.

د حزب الله ډلې ویلی چې د یکشنبې ورځې بریدونه د همدې جګپوړي نظامي قوماندان د غچ اخیستو په لړ کې لومړني بریدونه دي. سره لدې چې دې ډلې ویلي د نن ورځې نظامي عملیات یې پای ته رسیدلي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په اسرائیل کې دننه اهداف به په نښه کاندي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي په اسرائیل یې د ګڼ شمیر بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او څه باندې ۳۲۰ کتوشیا توغنديو بریدونه کړیدي چې د هغه په وینا په سرحدي سیمو کې یې د "دښمن" اهداف ویشتي دي.

ښاغلي نصرالله ویلي چې د برید اصلي هدف یې د اسرائیل ستر ښار تل ابیب سره نږدې د ګلیوت استخباراتي اډه وه. د اسرائیل مطبوعاتو ویلي چې د د ې هیواد د استخباراتي ادارې موساد اصلي مرکز هم په همدې اډې کې دی.

نصرالله همدارنګه ویلي چې د برید بل هدف د عین شامیر نظامي هوایي ډګر و چې اسرائیلي ځواکونه ترې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو لپاره کار اخلي.

د حزب الله مشر د څرګندونو څخه داسې بریښیده چې ګنې د دې ډلې د جګپوړي نظامي قوماندان فواد شُکر د غچ اخیستو عملیات پای ته رسیدلي ځکه هغه پخپلو خبرو کې وویل، "که نتیجه قانع کوونکې وه، نو ځواب ورکول بشپړ شویدي".

خو د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې د حزب الله هیڅ توغندی یا ډرون الوتکې پدې اډې ندې لګیدلې.

بل پلو بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د کابینې په یوې غونډې کې وویل چې په لبنان کې د حزب الله په ډلې یې "ځپونکې ګوزارونه" کړیدي او دا یې د هیواد په شمال کې د وضعیت بدلولو او په خوندي توګه کورونو ته د خلکو بیرته ستنولو لپاره یو بل ګام وباله.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې د لبنان په جنوب کې یې ګڼ شمیر هوایي بریدونه کړي چې د حزب الله برید له کیدو وړاندې شنډ کاندي.

د مطبوعاتو په راپورنو کې ویل شوي چې د اسرائیل او حزب الله پدې بریدونو کې درې تنه په لبنان کې وژل شوي خو په اسرائیل کې هیڅوک ندي وژل شوي.

د اسرائیل مشر ویلي چې پوځ یې په لبنان کې دننه په هوایي بریدونو کې زرګونه د لنډ واټن توغندي له منځه وړي چې د هغه په وینا په اسرائیل د واریدو لپاره تیار شوي و.

هغه زیاته کړه چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د تل ابیب ښار سره نږدې د موساد په مرکزي قرارګاه ټولې وارې شوې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې شنډې کړیدي.

نیتنیاهو همدارنګه د کابینې غړیو ته وویل چې د هیواد دفاع لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي. هغه پرته لدې چې د کوم ډلې یا هیواد نوم واخلي زیاته کړه، " هر څوک چې مونږ ته زیان رسوي، مونږ به هغوي ته زیان ورسوو".

بل پلو د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ویاند مرستیال شان ساویت ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن وضعیت له نږدې څاري.

ښاغلي ساویت وویل چې د جمهور رئیس بایډن په لارښوونې د متحده ایالاتو جګپوړي چارواکي په پرله پسې توګه د اسرائیلي سیالانو سره په اړیکه کې دي.

هغه زیاته کړه، " مونږ به د اسرائیل سره د خپل ځان دفاع په خاطر ملاتړ ته دوام ورکړو او د سیمې ثبات لپاره به کار ته دوام ورکړو".

د دې تر څنګ د امریکا د دفاع وزیر لیوډ آسټن هم د خپل اسرائیلي سیال یووا ګلانت سره په ټیلیفون کې د اسرائیل دفاعي چارو په هکله خبرې کړیدي.

اسرائیل او حزب الله په یو بل دا بریدونه داسې مهال کوي چې د متحده ایالاتو تر ټولو جګپوړی جنرال، سیمې ته تللی.

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال چارلز کیو بروان تیره ورځ پداسې حال کې په ناڅاپي سفر منځني ختیځ ته ولاړ چې په اسرائیل د ایران د برید کولو ګواښ له کبله په سیمې کې د جګړې پراخیدو اندیښنې پیدا شویدي.

جنرال براون لومړی اردن او د یکشنبې په ورځ مصر ته ولاړ او د دې هیواد د جمهور ئیس عبدالفتاح السیسي سره وکتل.

ښاغليږ السیسي د دې لوړپوړي امریکايي جنرال سره په لیدنه کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ پر پوله د تاوتریخوالي له امله په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو خبرداری ورکړ.

د فرانسې خبري‌ اژانس د مصر د ولسمشر د دفتر د اعلامیې له مخې په یو راپور کې ویلي چې السیسي په دې لیدنه کې په لبنان کې د نوې جبهې د جوړېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او په دغه هېواد کې یې د ثبات او حاکمیت د خوندي ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې چې جنرال بران به اسرائیل ته هم ولاړ شي.