د "هیرا منډيي" په نوم یوه ډرامه چې "نټفلیکس" خپره کړې، په ۱۹۴۰ لسیزه کې په ننني پاکستان کې د نڅاګرو ښځو ځواکمن او مجلل ژوند انځوري. خو د پاکستان په اوسني د تن پلورنې په محدود شوي بازار کې، چې له مخې یې دغه ډرامه ثبت شوې، د کارکوونکو ښځو ژوند له زرق او برق څخه لیرې ګڼل کیږي.
په اتو څپرکو کې، دا ډرامه د لاهور ښار په یوه مجلله او شاهانه برخه کې د نڅاګرو ښځو ژوند انځوروي او د هغه وخت داستان دی چې پاکستان او هند نه و تقسیم شوي او لاهور د سیاسي او کلتوري فعالیتونو مرکز و.
د بالیوډ د فلمونو په څېر جوړه شوې دا ډرامه له بریتانیا څخه د هند د ازادۍ ترلاسه کولو د مبارزې په پس منظر کې دا ځواکمنې ښځې ښيي چې د سیاسي او کلتوري سیالیو په ډګر کې، له اشرافو سره بانفوذه اتحادونه جوړوي.
خو د لاهور ددغه سیمې ۶۵ کلنې پخوانۍ تن پلورونکې شګفتې ته د ډرامې داستان د خندا وړ ښکاري او وايي چې دا ډرامه د هیرا منډيي حقیقت نه انځوروي.
شګفته چې د خپل هویت د پټ ساتلو په خاطر مستعار نوم کاروي، وايي: "دا د هیرا منډيي په څېر نده. دلته اوس نجونې خپل بدنونه نندارې ته وړاندې کوي. په هیرا منډيي کې هیڅ ندي پاتې."
هغې په ۱۲ کلنۍ کې نڅا او تن پلورنه پیل کړې او وايي، د کورنۍ ښځو یې له اوو نسلونو راهیسې د "طوایف" په توګه کار کړی دی. د پخواني هند په شاهي دربارونو کې نڅاګرو ښځو ته د طوایف اصطلاح کارول کېده.
د مغلو په دربار کې طوایفو د خپل هنر له کبله قدر درلود، خو د هیرا منډيي ډرامه، چې د بریتانیا د واکمنۍ د زمانې کیسه کوي، د هغه وخت د طوایفو د مجلل ژوند لرلو په اړه له مبالغې ډکه ګڼل کیږي.
د نټفلیکس دا ډرامه د خپرېدو په لومړنیو دریو اونیو کې ۱۱ میلیونو کسانو کتلې او په ټولنیزو شبکو کې یې د خلکو لېوالتیا پارولې ده. ددې ډرامې سندرې او ګډاوې په ځانګړي ډول په ټیک ټاک کې د هندي او پاکستاني کاروونکو ترمنځ ډیرې مشهورې دي.
د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو داسې ویډیوګانې خپرې کړي چې پکې ددې ډرامې سندرو ته د اوسنۍ هیرا منډيي له خځلو ډکو کوڅو کې د هغو دوکانونو مخې ته نڅاوې کوي چې یو وخت د تن پلورنې مجلل مرکزونه وو خو اوس پکې د موسیقي الات او نور توکي پلورل کیږي.
دا څرګنده نده چې ایا دا ډرامه د پاکستان په خورا محافظه کاره ټولنه کې د جنسي ازادۍ په وړاندې د خنډونو سره مبارزه کوي او که د مسئلې له حساسیت څخه د ګټې اخیستنې هڅه ده.
د 'طوایف' تابو
کلتوري څېړونکی آر نوید زمان، هیرا منډيي ته یو ځل بیا د پام اوښتو له کبله خوښ دی.
د شپاړسمې او نولسمې سلیزو ترمنځ د مغلو په دور کې طوایف د خپل ځواک په اوج کې وې.
نوید زمان دا ډرامه د پخواني ناارامه کوونکي تاریخ یاد بولي او وايي: "خلک یو ځل بیا د طوایف د کلتور په اړه خبرې کوي. دا په اصل کې، د هغو موضوعاتو په اړه څېړنه ده چې یو وخت تابو ګڼل کېدل."
خو د بریتانیا د واکمنۍ پر مهال، د طوایفو نفوذ د ملکې ویکتوریا لخوا پلې شویو اخلاقي مقرراتو ته ګواښ وګڼل شو او هیرا منډيي د تن پلورنې په بازار بدل کړل شو.
څو لسیزې وروسته پاکستان خپلواکي ترلاسه کړه او د پخواني ولسمشر ضیا الحق په واکمنۍ کې یو لړ سخت دریځه اسلامي قوانین او مقررات وضع شول چې له کبله یې تن پلورونکې ښځې نورې هم څنګ ته کړل شوې.
پولیسو په ۲۰۰۹ کې د هیرا منډيي د تن پلورنې پر مرکزونو چاپې ووهلې او موسیقۍ او نڅا هغه محفلونه یې په ټپه ودرول چیرې چې تن پلورونکو خپلو مشتریانو ته خدمات وړاندې کول.
تریخ واقعیت
۳۸ کلنه نور وايي چې د هیرا منډيي د یوې تن پلورنکې په توګه دا ډرامه د هغې پر نوم لګېدلی داغ نه لیرې کوي.
که څه هم په ډارمه کې د طوایفو ژوند له هنر، ادابو او رسمونو سره تړلی ښودل شوی، خو په اوسني پاکستان کې د تن پلورونکو ښځو کاروبار له کړاوونو ډک او خواشینوونکی بلل کیږي.
'نور' چې مستعار نوم کاروي، په ماشومتوب کې د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ په خاطر تن پلورنې ته اړ کړل شوې، خو وايي چې اوس ورته د خپلې کورنۍ غړي هم پیغورونه ورکوي: "په دې رشته کې ښځې باعزته نه ګڼل کیږي او هیڅ قدر نه لري. مهمه نده چې څومره پرهیزګاره شي، خو بیا هم هیڅ قدر نلري او خلک یې تل د طوایف په نوم یادوي."
'نور' وايي چې اوس مهال د لاهور ښار په نورو برخو کې هم د تن پلورنې کاروبار ترسره کیږي خو د هغې په خبره، د هیرا منډيي د شهرت له کبله دا ځای ډیر بدنام دی.
دا مطلب د فرانس پرس اژانس د راپور په اساس چمتو شوی دی.