د لاس رسي وړ اتصالات

د هند ستره محکمه: زنا نور جنایت نه دی


د هند ستیرې محکمې د پنجشنبې په ورځ ( سپتمبر ٢٧) د غیر زوجي اړیکو په اړه یوه پریکړه کې ویلي دي چې د واده پرته جنسي اړیکې جرم ندی.

د هند سترې محکمې په دغه مسله پخوانی قانون لغوه کړ او ویې ویل چې د واده شوو ښځو او سړو د خپل میړه او یا میرمن نه پرته د بل چا سره جنسي اړیکې لرل نور جرم ندی.

د هند ستره محکمه وایي چې د تیرې پیړۍ دا قانون ښځه د سړي ملکیت گڼي.

د هند د قاضي القضا دیپک مشرا په مشرۍ کې د سترې محکمې پنځه کسیزې ډلې دغه پریکړه واوروله. هغوي وویل چې دا یو بی اساسه قانون دی او ښځو ته سپکاوې دی.

د دغه قانون په اساس که واده شوې ښځه او نارینه د یو بل سره جنسي اړیکې ولري نو نارینه ته د پنځو کلونو د بند سزا کیدی شي خو ښځې ته سزا نه کیږي.

د هند په سترې محکمې کې په دغه اړه د هغې نه وروسته بحث پیل شو چې د کیراله ایالت یو اوسیدونکي دغه قانون غیر عادلانه وبلو او پوښتنه یې وکړه چې نارینه او ښځه دواړه جنسي اړیکې لري نو سزا یواځې نارینه ته ولې کیږي؟

محکمې وویل چې دا قانون ١١٩ کاله پخوانی او زوړ قانون دی او د هند د اساسي قانون سره سمون نه خوري.

دا په وروستیو څو ورځو کې د هند د سترې محکمې لخوا دریمه پریکړه ده چې د بشري حقونو فعالینو یې هرکلې کړیدی.

د هند سترې محکمې لدی نه مخکې د سپتمبر په میاشت کې د همجنسبازانو ترمنځ د جنسي اړیکو په اړه پریکړه کړې وه چې دغه جنایت نه دی.

او تیره اونۍ یې د مسلمانانو د قانون په اړه امر کړی و چې په یو وخت د درې ځله د طلاق د ویلو سره سمدستي د نکاح لغوه کیده د هند د میرمنو د هغو حقونو نه سرغړونه ده چې د هند اساسي قانون یې ورته ورکوي.

XS
SM
MD
LG