نیپال هم د ۱۹ کلنو اسیا کپ د کرکټ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا کپ په سیالیو کې خپله درېیمه پرلپسې لوبه هم وبایلله او په د غو سیالیو کې یې سفر له کومې لاس ته راوړنې پرته پای ته ورسېده.

د سه شنبې د ورځې ډسمبر درېیمه (لیندۍ۱۳) افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د نیپال لوبډلې ته یې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.

د نیپال د ۱۹ کلنو لوبډلې دا هدف د خپلو وروستیو لوبغاړو په مرسته پوره او لوبه یې وګټله.

دا د اسیا کپ په روانو سیالیو کې د افغانستان درېیمه پرلپسې ماتې ده.

تر دې مخکې سري لانکا او بنګله دېش هم په دغو سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړې وې.

افغانستان د ۱۹ کلنو د اسیا کپ تر سیالیو مخکې د متحدو عربو اماراتو او پاکستان څخه د درې اړخیزو لوبو لړۍ ګټلې وه او د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې ته هم دوه ځلې ماتې ورکړې وې.