د ایران نوي ولسمشر جواد ظریف خپل مرستیال وټاکه

د ایران ولسمشر پزشکیان له ظریف سره

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د اتومي پروګرام د خبرو مرکچي جواد ظریف په ستراتیژیکو چارو کې خپل مرستیال وټاکه.

د ایرنا خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ اګست لومړی (زمری۱۱) په دې اړه د ایران د ولسمشر پزشکیان مکتوب خپور کړ.

په مکتوب کې جواد ظریف ته ویل شوي دي: «تاسو ته دنده سپارل شوې چې په ملي‌ او نړیوالو لویو پرمختګونو باندې څار ولری او دا چې موږ څومره د اساسي قانون اهدافو ته په رسېدو کې بریالي یو.»

ظریف د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۱ کالونو ترمنځ د حسن روحاني په حکومت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر و.

دی هغه وخت لا ډېره مشهوره څېره شوه چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه یې په اوږدو خبرو کې د خپل هېواد نماینده ګي وکړه. جواد ظریف د امریکا او نړۍ له زبر ځواکونو سره د اتومي تړون په لاسلیک کولو کې بریالی شو، خو د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته دا تړون لغوه کړ او امریکا یې ترې واېستله.

د تړون په اساس، ایران به د خپلو یوریانیمو غني کول بندول او په بدل کې به پرې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کېدل، خو ډونالډ ټرمپ وویل چې په دې تړون کې خلاوې شته‌ او ایران ته یې ګټه زیاته ده.

د ۲۰۲۰ کال د امریکا د جمهوري‌ ریاست د ټاکنو له ګټلو وروسته، جوبایډن هڅه وکړه چې دا تړون بېرته راژوندی کړي، خو خبرو یې لا کومه نتیجه ورکړې نه ده.

امریکا ایران تورنوي چې هڅه کوي اتومي وسلې جوړې او ترلاسه کړي، خو ایران وايي چې د اتوم پروګرام یې سوله ایز او د انرژۍ د تولید لپاره دی.

د ملګرو ملتونو اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مۍ په ۲۷مه نېټه په یو محرم راپور کې ویلي وو چې د ایران حکومت دومره غني شوي یورانیم ذخیره کړي چې د وسلو جوړولو اندازې ته نژدې شوي دي.

دا راپور وايي چې د ایران د غني شویو یورانیمو ذخیره ۳۰ چنده د هغې اندازې څخه لوړه شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر منځ په اتومي موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې وه.