د ناټو مشر مارک روټه له ایران، چین او شمالي کوریا سره د روسیې همکاري د اروپا او له اروپا د باندې هېوادونو لپاره ګواښ وباله.
نوموړي د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۲ (لړم ۲۲) د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په خبرو کې وویل، «له ایران، شمالي کوریا او چین سره د روسیې همکاري یوازې د اروپا سوله او امنیت ته ګواښ نه دی، بلکې شمالي امریکا او د هند د ارام سمندر سیمې هم ګواښي.»
د دغو دواړو مشرانو له ملاقات څخه وروسته په ګډې اعلامیې کې په اوکراین باندې د روسیې د بریدونو زیاتوالي ته په اشارې ویل شوي دي، چې مسکو ورځ تر بلې خپلو متحدینو –ایرن، چین او شمالي کوریا– ته نژدې کېږي.
دوی ویلي دي چې شمالي کوریا روسیې ته مهمات او بالستیک میزایل ورکړي او هم یې خپل ځواکونه د اوکراین په ضد د روسیې غیر قانوني جګړې ته استولي دي، چې د دوی په وینا په بدل کې یې مسکو د پیوینګ یانګ سره مالي مرسته کوي او د راکټ د تولید تکنالوژي ورکوي.
روټه او مکرون ویلي دي چې د روسیې او شمالي کوریا دا ډول همکاري متحدو ایالتونو او اروپا ته «مخامخ ګواښ» دی.
په اعلامیې کې له ایران څخه روسیې ته د وسلو د انتقال او د روسیې له لوري د ایران د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د اوکراین د خلکو وژل کېدو او زخمي کېدو ته په اشارې ویل شوي چې ایران او د هغه نیابتي ډلې «د وسلو د خرڅولو له لارې چې کومې پېسې ترلاسه کوي، منځني ختیځ بې ثباته کوي او له دې لېرې نورو سیمو کې ترهګري تمویلوي».
په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي چې چین د روسیې د اقتصاد ملا تړي او د روسیې د دفاعي صنایعو په فعالولو سره په نړیوال ډګر کې خپله ونډه قوي کوي.
دواړو مشرانو د اروپا، شمالي امریکا او نړیوالو شریکانو ترمنځ په همکارۍ ټېنګار کړی دی.
روټه چې د ناټو د عمومي منشي په توګه په لومړي ځل فرانسې ته سفر کړی، د شمالي اتلانتیک تړون د سازمان د ډله ییز امنیت لپاره د فرانسې د پرمختللې پوځي وړتیا په اهمیت ټینګار وکړ.
روټه او مکرون د دفاعي پانګونې د زیاتوالي او د اتلانتیک سمندر د دواړو غاړو کې د غړو هیوادونو د امنیت د تامین لپاره د قوي همکاریو په اړتیا خبرې کړې. روټه وویل: «څومره چې د خپلې دفاع لپاره لګښت کوو، په اینده کې به (هماغومره) د شخړې خطر کموو».