هند کې د یوې سترې لوحې لوېدو ۱۴ تنه مړه او لسګونه ټپیان کړي

د هند  د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې چارواکو وویل چې د تیلو پر پمپ د لوحې لوېدلو د ژغورنې چارې پیچلې کړي دي.

د هند په سوداګریز مرکز ممبۍ ښار کې د یوې سترې لوحې د لوېدلو په پېښه ۱۴ تنه مړه شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

ځايي رسنیو د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوايي ۲۵) خبر ورکړ چې پولیسو ددغې لوحې د مالک په خلاف جنايي دوسیه پرانیستې ده.

دا ۷۰ متره پلنه لوحه د دوشنبې په ماښام د شدید باد او باران په نتیجه کې د ممبۍ ښار په ختیځ کې د تیلو پر یو پمپ ولوېده.

چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې په پېښه کې لږ تر لږه ۷۵ تنه ژوبل شوي دي او د ژغورنې چارې دوام لري.

د ممبۍ ښاروالۍ د ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "۴۴ ژوبل کسان دا وخت تر درملنې لاندې دي او ۳۱ تن له روغتون څخه رخصت شوي او د پیښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي."

د پیښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان دي.

د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې چارواکي ګاوراو چوهان وویل چې د تیلو پر پمپ د لوحې لوېدلو د ژغورنې چارې پیچلې کړي دي. هغه وویل: "د اور لګېدو له ویرې موږ له وسایلو کار نشو اخیستلی او د کرینونو په مرسته خځلې لیرې کوو."

ځايي رسنیو خبر ورکړی چې ددې لوحې د مالک شرکت "ایګو میډیا" په خلاف د عمدي وژنې قضیه ثبت شوې ده.

د ښاري شورا غړې راکي جادیو فرانس پرس ته وویل چې لوحه په خوندي ډول نه وه لګول شوې او ددې پیښې مخنیوی شونی و.

هغې وویل: "دا طبیعي پیښه نده. که لوحه په سمه توګه لګول شوې وای نو دا مرګونه به نه پېښېدل... دا یوه جبه زار او د ټیتې ارتفاع لرونکې سیمه ده، پکار وه چې د لوحې ستنې د ځمکې د تل له ډبرې سره نښلول شوې وای."

چارواکي‌ وايي لوحه په خوندي ډول نه وه لګول شوې او ځکه لوېدلې ده.

د دوشنبې د ورځې باد او باران په ممبۍ کې ونې له ریښو ایستلي، په ځینو سیمو کې بریښنا پرې شوې او د ښار د ریل ګاډي شبکه له ګډوډۍ سره مخامخ شوې ده.

د ممبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې الوتکې په موقتي توګه له پرواز څخه منع شوي او دغه هوايي ډګر ته لږ تر لږه ۱۵ پروازونه لغوه شوي دي.

د مهاراشترا ایالت د اعلی وزیر مرستیال دیویندر فډنویس په ایکس کې لیکلي چې د هغه حکومت د پیښې په اړه د "لوړې کچې تحقیقاتو" امر کړی دی.

هغه زیاته کړه چې ایالتي حکومت د هر مړ شوي کس کورنۍ ته د ۵۰۰ زره هندي روپیو (۶۰۰۰ ډالر) تاوان ورکولو اعلان کړی دی.