د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پولیسو له موټر څخه جوړه شوې 'الوتکه' ونیوله


هندي رسنیو ویلي چې دا موټر د سرک د قواعدو د نه مراعت کولو او غیر مجاز بدلون له امله نیول شوی دی.
هندي رسنیو ویلي چې دا موټر د سرک د قواعدو د نه مراعت کولو او غیر مجاز بدلون له امله نیول شوی دی.

د هند پولیسو د الوتکې په څېر جوړ شوی هغه موټر ونیو چې دوو وروڼو تیار کړی و او خلکو ته یې د ودونو په مراسمو کې د ورا د وړلو دپاره په کرایه ورکاوه.

ایشوردین او پرمیشوردین پرجاپتی خپل کوچني سوزوکي موټر ته د څرخ او فلزي لکۍ په ور زیاتولو ۳۰۰۰ ډالر لګولي وو ترڅو د چورلکې په څېر ښکاره شي.

د سیمه ایزو رسنیو راپورونو وویل چې د شمالي ایالت اترپردیش په یو ورکشاپ کې ددې "الوتکې" جوړولو څو اونۍ وخت اخیستی و او د استعمالولو په بدل کې یې له خلکو ۵۰۰۰ هندي کلدارې (۶۰ ډالر) کرایه اخیستله.

د اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د ایشوردین له قوله ویلي: "موږ دا موټر ددې دپاره تیار کړی و چې د ودونو په موسم کې یې په کرایه ورکړو او د خپلې کورنۍ دپاره د عاید یوه سرچینه برابره کړو."

خو پولیسو د چهارشنبې په ورځ دا موټر په داسې حال کې ونیو چې جوړوونکو یې د رنګولو دپاره تیاری نیولی و.

هندي رسنیو ویلي چې دا موټر د سرک د قواعدو د نه مراعت کولو او غیر مجاز بدلون له امله نیول شوی دی.

پولیسو همدارنګه دواړه وروڼه ۲۰۰۰ روپۍ (۲۴ ډالر) جریمه کړي او موټر دوی ته په دې شرط بیرته ورکړل شو چې ورڅخه د جعلي چورلکې لکۍ لیرې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG