د بریتانیا د ملي احصایې دفتر، د دسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۵مه) خبر ورکړ، چې په انګلستان او ویلز کې د نویو زېږېدلو هلکانو تر ټولو مشهور نوم "محمد" دی.
دا لومړی ځل دی چې د "محمد" نوم د هلکانو د کلني لیست په سر کې ځای نیسي.
د بریتانیا د ملي احصایې دفتر د راپور له مخې، د "محمد" نوم چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په انګلستان او ویلز کې د نوي زېږېدلو ماشومانو د لسو مشهورو نومونو په کتار کې شامل و، په ۲۰۲۲ کال کې دویم ځای درلود، خو په ۲۰۲۳ کال کې د "نوح" نوم څخه مخکې شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
د بریتانیا د ملي احصایې دفتر د وروستي راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په انګلستان او ویلز کې د ۴,۶۶۱ نوي زېږېدلو هلکانو لپاره د "محمد" نوم غوره شوی دی. دا شمېر یوازې هغو ماشومانو پورې اړوند دی، چې نوم یې پدې بڼه؛ "Muhammad" لیکل شوی او هغه ماشومان چې نوم یې په نورو بڼو لکه "Mohammed" لیکل شوی، پکې شامل نه دي.
همدارنګه، په ۲۰۲۳ کال کې د نوې زېږېدلو نجونو لپاره درې مشهور نومونه ؛ اولیویا، امیلیا، او ایسلا له ۲۰۲۲ کال راهیسې بدل شوي نه دي او په خپل ځای پاتې دي.
د بریتانیا د ملي احصایې دفتر همداراز ویلي چې په دې اړه "قانع کوونکې ځواب" نشته چې ولې د "محمد" نوم په انګلستان او ویلز کې دومره مشهور دی، خو د مسلمانانو ټولنې د زیاتوالي موضوع یې ممکن لامل ګڼلی دی.
دغه دفتر زیاته کړې، چې مشهور شخصیتونه لکه د نړۍ نومیالی فقید سوک وهونکی، محمد علي، د لیورپول د فوټبال لوبډلې ستوری محمد صلاح او د بریتانیا مشهور منډه وهونکی محمد مختار فره هم د دې شهرت یو بل لامل کېدای شي.
محمد، عربي او د مسلمانانو د پیغمبر نوم دی. د ۲۰۲۱ کال سرشمیرنې له مخې، د انګلستان او ویلز له ۵۹.۶ میلیونه نفوس څخه ۳.۹ میلیونه کسان مسلمانان دي، کوم چې د انګلستان او ویلز د ټول نفوس ۶.۵ سلنه جوړوي. په ۲۰۱۱ کال کې دا شمېر ۲.۷ میلیونه و.
د بریتانیا د احصایې دفتر همداراز ویلي، چې د "محمد" نوم د ۱۹۲۴ او ۱۹۹۴ کلونو ترمنځ هر لس کاله وروسته د ۱۰۰ مشهورو نومونو په کتار کې شامل و، خو له ۱۹۹۶ کال راهیسې، دغه نوم په پرلهپسې ډول هر کال په دې کتار کې ځای لري.