د لاس رسي وړ اتصالات

محمد علي څنگه اسلام ته مخه کړه


محمد علي د لمانځه د ادا کولو پر وخت
محمد علي د لمانځه د ادا کولو پر وخت

د یو ځوان بکسر په توگه محمد علي د یوې داسې عقیدې په لټه کې و چې ورته د نژادي توپیر نه د زیږنده سپکاوي په وړاندې مبارزه کې لارښوونه وکړي. هغه اسلام ددې کار لپاره اړین وموند.

د محمد علي دغه حرکت نه یواځې اکثریت سپین پوستو بلکې د هغه زیات شمیر تورپوستو پلویانو هم رد کړ. خو علي چې مسلمان شوی و او د کاسیوس کلي نوم یې په محمد علي اړولی و، د سختو انتقادونو سره سره په خپل دغه عزم ټینگ ودرید.

هغه د خپل ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې چې تیره اونۍ په ٧۴ کلنۍ کې له دنیا سترگې پټې کړې یو متعهد مسلمان پاته شو او د یو مشهور مسلمان په توگه یې د نړۍ مختلفو هیوادونو ته د ښه نیت د سفیر په توگه په خپلو سفرونو کې د اسلام پیغام د سولې د دین په توگه خلکو ته رساوه.

خو په شیکاگو کې میشت د "اسلام ملت" په نامه بنسټ سره نیمه پیړۍ مخکې د علي د پیوستون هوډ په وار وار د هغه د ژوند شعار شو: د نظام په وړاندې مقابلې ته لیوالتیا او هغه څه کول چې د هغه په باور سم وو. هغه هیڅکله هم ددې اسلامي بنسټ سره د یوځای کیدو په خاطر له چا څخه بخښنه ونه غوښته او ددې بنسټ په غیږ کې یې ځان د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې راحت احاس کړ.

د نیویارک د واسار د کالج متقاعده استاده لری ممیا، وایي چې د "اسلام ملت" بنسټ علي ته د پیوستون حس ورکړ او د هغه ملاتړ یې وکړ. هغه زیاتوي چې د دې بنسټ ملاتړ علي ته قوت ورکړ چې په پخپله ورزشي دنیا کې چې د سپین پوستو له لورې اداره کیده، خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

میرمن ممیا چې د "اسلام ملت" د ډلې په اړه یې څلور لسیزې څیړنې کړي د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل چې په "اسلام ملت" کې د علي په زړه پورې شخصیت شتون ددې سبب شو چې دغه ډله نوي غړي راجذب کړي.

محمد علي حتی کله چې د ښوونځي شاگرد و د اسلام ملت ډلې ته لیواله و. خو په دغه ډله کې د هغه غړیتوب په ١٩٦۴ کال کې لږ وروسته له هغې په ډاگه شو چې علي سنی لیستون ته په ماتې ورکولو سره د نړۍ د بکسنگ د درانده وزن اتلولي خپله کړه. هغه د کاسیوس کلی، نوم چې پخپله یې د غلامۍ نوم وگاڼه له ځانه لېری کړ او ویې ویل چې "زه محمد علي یم، یو آزاد سړی – دا نوم د خدای د حبیب په معنی دی او زه ټینگار کوم چې خلک له ما سره د خبرو په وخت او یا هم زما په هکله د څرگندونو پر وخت ما په دې نوم یاد کړي".

علي په ١٩٦۴ کال کې د اسوشیتدپرس اژانس سره په مرکه کې رسماً اعلان وکړ چې مسلمان شوی دی. د هغه د "تورپوستي مسلمان" عبارت نه خوښیده او اسلام یې "د نړۍ د خلاصون واقعی لار" گڼله چې د هغه په وینا "د نفرت په اور کې سوزیږي." هغه تل ویل چې هیڅ ډله باید پر بلې ډلې باندې خپل فرهنگ او فکر تحمیل کړي.

محمد علي تل ټینگار کاوه چې د هیچا څخه نفرت نه لري. هغه ویل "سپین پوستي می خوښیږي. خپل خلک راباندې گان دي. هغوی کولای شي چې پر یو بل باندې له برید کولو پرته د یو بل تر څنگ ژوند وکړي. نشو کولای چې یو څوک د سوله غوښتنې په خاطر محکوم کړو – که داسې وغواړئ نو باید پخپله سوله محکومه کړئ."

د کالیفرنیا د برکلي پوهنتون پخوانی استاد هری ادواردز، وایي د اسلام ملت د ډلې د برابرۍ د غوښتنې غږ په ١٩٦٠ لسیزه کې کومه نامعقوله خبره نه وه، هغه هم په داسې یو وخت کې چې د مارتین لوترکینگ او محمد علي په شان تورپوستی څیرې مشهورې شوی وی. هغه وایي علي په پوره زړه ورتیا د اسلام ملت دغه اراده تمثیل کړه چې "په داسې نظام او قانون باید باور ونه کړو چې درته کوم کار نه تر سره کوي."

په دې فکر علي د عسکري خدمت او ویتنام ته د جگړې لپاره له تگ څخه سرغړونه وکړه، دا کار ددې سبب شو چې د هغه د اتلولۍ ټول القاب له هغه نه واخیستل شي او ونه شي کړای چې څو کاله د سوک وهلو په سیالیو کې گډون وکړي. دا کار حتی ددې سبب شو چې د اسلام ملت یو شمیر غړي هم له هغه څخه لېرې شي. خو علي هیڅکله هم له دې ډلې نه جدا نه شو.

د ژوند په وروستیو کلونو کې علي صوفیزم د اسلام عرفاني سنت ته مخه کړه. د هغه کتاب "د بورا روح " په څو برخو کې صوفیانه روایات او بیانات راغلي دي.

ټاکل شوی چې نن د محمد علي د مړیني اسلامي مراسم د کنتاکي ایالت د لیوویل په ښار کې ترسره شي او سبا د جمعې په ورځ به خاورو ته وسپارل شي .

XS
SM
MD
LG