افغانستان کې هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم د شري پر ناروغۍ ژوند له لاسه ورکوي – راپور

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې سږکال د شري پر ناروغۍ د ماشومانو د مړینې کچه د تیرکال د همدې مودې پرتله درې ځلې زیاته شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دغه هیواد کې هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم پر دغې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲( کب ۲۲) په یو راپور کې ویلي چې سږکال د شري پر ناروغۍ د ماشومانو د مړینې کچه د تیرکال د همدې مودې پرتله درې ځلې زیاته شوې ده.

په دې راپور کې ویل شوي: "په افغانستان کې زمونږ ټیمونو راپور ورکړی چې د شري د ناروغۍ پیښې په هغو روغتونونو کې چې زمونږ په ملاتړ فعالیت کوي د اندیښنې وړ ډول زیاتې شوي دي. د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو اونیو کې شاوخوا څلور زره او ۷۹۹ د شري د ناروغۍ مشکوکو ناروغانو ددغه سازمان روغتونونو ته مراجعه کړې ده".

اوس مهال د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بلخ، هرات او هلمند په ولایتونو کې درې روغتونونو ته ملاتړ برابروي او په دغو روغتونونو کې هره ورځ د ماشومانو په ګډون په سلګونو ناروغانو درملنه کیږي.

افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان استازي میکایل لو پاه په دې اړه ویلي: " کیدای شي چې د شري ناروغي وژونکي اوسي، په ځانګړي ډول هغو ماشومانو ته چې د خوارځواکۍ او یا د زیږیدو سره هممهاله د زړه له ناروغۍ څخه کړیږي. همداشان ددغې ناروغۍ وقایه پر واکسین باندې کیدلی شي، خو په افغانستان کې د شري د ناروغۍ واکسین پوښښ ډیرټیټ دی".

په دې راپور کې ویل شوي چې د روان کال له پیل راهیسې چې کوم ناروغان د بې پولې ډاکټرانو د سازمان تر ملاتړ لاندې روغتونونو ته ورغلي ۲۵ فیصدو یې په روغتون کې بستري کیدو ته اړتیا لرله او ۷۵ فیصدو نورو عمومي درملنې ته اړتیا لرله.

دغه سازمان په افغانستان کې د شري د ناروغۍ خپریدل د اندیښنې وړ بللي او ویلي دي چې دا ناروغي به پر ماشومانو او د هغوی پر والدینو باندې اغیزې ولري.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د وینا پراساس په هغو سیمو کې چې د شري ناروغي خپره شوې ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق کولای شي ددغې ناروغۍ پیښې راکمې کړي.

ددې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ په زرګونو پیښې ثبت شوي دي، چې د تیرو میاشتو پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي.

ددغه سازمان د راپور پراساس یوازې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د شري ۷۳۰۳ مشکوکې پیښې ثبت شوي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې پرتله ۷۱.۴ فیصده زیاتوالی په کې راغلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان د وینا پراساس په دغه میاشت کې د شري په ناورغۍ د ۴۲ کسانو د مړینې پیښې یې هم ثبت کړي دي.

همداشان د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله د مړو شویو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر هم ورکړی وو او ویلي وو چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې په دغه هیواد کې پر دغې ناروغۍ تر ۵۰۶ تنو پورې ناروغانو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.

دغه سازمان د مارچ څلورم ( کب ۱۴) په یو راپور کې ویلي چې ددغې میاشتې په ترڅ کې له ۲۰۶ زرو څخه زیات کسان پر تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

د روړغتیا د نړیوال سازمان د راپور پراساس ددغو کسانو له ډلې د جنورۍ په میاشت کې ۵۰۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې پرتله ۰.۲ فیصده زیاتوالی ښيي.

ددې راپور له مخې د جنورۍ په میاشت کې د تنفسي ناروغیو د ناروغانو شمیر د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر د میاشتې پرتله ۵۴ فیصده زیات وو.

دغه سازمان ویلي چې افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون وګړي چې ددغه هیواد نیمايي نفوس جوړوي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور پراساس اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیون وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي او ددغه شمیر ۲.۹ میلیونه کسان په لوړه کچه د لوږې حالت تجربه کوي.