افغانانو ته د امریکا د مهاجرت د ۱۲۰۰۰ نورو ځانګړو ویزو ورکول منل شوي

د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه لسګونه زره افغانان واېستل شول.

امریکايي مقامات وايي چې د کانګرس مشرانو او سپینې ماڼۍ افغانانو ته د مهاجرت د ۱۲۰۰۰ نورو ځانګړو ویزو (SIV) په ورکولو توافق کړی دی.

د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وویل چې د دغه توافق په اساس به د مهاجرت ۱۲۰۰۰ نورې ځانګړې ویزې صادرې شي. رویټرز خبري اژانس وایي چې سپینې ماڼۍ او جمهوریت غوښتونکو غوښتل چې دا ۲۰۰۰۰ ویزې وي.

مککال تېره ورځ په یوې استماعیې غونډې کې وویل: «سپینې ماڼۍ او د کانګرس مشرانو هغو افغانانو ته، چې له متحدو ایالتونو سره یې مرسته کړې، د ۱۲۰۰۰ ویزو په ورکولو موافقه وکړه.»

له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د ځواکونو د پخوانیو همکارانو او ژباړونکو د اېستلو ملاتړې ادارې او پروګرام وايي چې دا ویزې د حکومت د نوې بودیجې په معاملې کې منل شوې دي.

د افغانانو د انتقال د ایتلاف (AfghanEvac) مشر شان وانډیور، چې په خپله هم متقاعد سرتېری دی، وايي: «سره له دې چې دا دومره ډېرې ویزې نه دي چې له خپلو ټولو افغان متحدینو مرسته وکړو، خو بیا هم دا فرصت راکوي چې د امریکا په تر ټولو اوږدې جګړې کې خپلو متحدینو ته وښيو چې موږ هغو تر شا نه پرېږدو.»

میلیټري ټکی کام ویبسایټ د شان خبرې خپرې کړي دي. شان وايي چې د دغې معاملې په اړه ورته معلومات ورکړل شوي‌ او هغه دا کار یو «بری» وګاڼه. راپور وايي چې دا ویزې د حکومت د نوې مالې بودیجې په معاملې کې شاملې دي، چې د کانګرس مشران او سپینه ماڼۍ وایي پرې توافق شوی، خو لا یې اعلان نه دی شوی.

د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل چې ورسره مخکنی حکومت ړنګ او طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شول. د جوبایډن حکومت وايي چې دا معامله ورته د دونالډ ټرمپ د حکومت څخه ورپاتې وه او بله لاره یې نه لرله. د ټرمپ حکومت په قطر کې له طالبانو سره تړون وکړ چې په اساس یې امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه وتلای وای.

له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څه باندې ۱۰۰زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور فعالان په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته واېستل شول. خو لا هم زرګونه هغه کسان،‌ چې د بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې، پاتې دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.

د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هره میاشت ۱۰۰۰ دا ډول ویزې صادروي او که نورې ویزې ونه منل شي، د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې به د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال د اګست په میاشت کې ختم شي. اوس د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځېده.