مقدسه احمدزۍ په جرمني او کاسوو کې د کډوالو په موقتي کمپونو کې د څو میاشتو سختو شپو ورځو له تیرلو وروسته اوس امریکا ته رسېدلې او د ویرجینیا ایالت په ریچمانډ ښار کې میشته شوې ده.
د جلا وطنۍ او مهاجرت ژوند ډیر افغانان له کړاو سره مخ کړي، ځینو بیا په نوي هیواد کې له فرصت او امکاناتو په ګټې اخیستنې د ځان او کورنۍ لپاره ښه ژوند برابر کړی دی.
مقدسه وايي امریکا کې يې ژوند د اندیښنو سره پیل کړ، حیرانه وه چې د ژوند ټولې چاري به په پردي وطن کې چې هر څه ورته بدل ښکاریدل، څنګه سمبالوي.
هغه وايي: "زمونږ سره دا اندیښنې وې چې د یوې نوې زندګۍ پیل به څنګه وي او مونږ به څه کوو چې په امریکا کې ژوند له صفر څخه شروع کوو؟ وظیفه، زده کړې او د ماشومانو راتلونکې برخلیک دا ټول به څنګه کیږي؟"
مقدسه احمدزۍ چې په افغانستان کې د مخکښو مدني فعالانو په کتار کې شامله وه، د تیر نظام او ملي امنیتي ځواکونو ناڅاپي له منځه تللو او د افغان نجونو نامعلوم برخلیک ته خواشینې ده.
هغه وايي: "تیر نظام ستونزې لرلې خو بیاهم مونږ یو ځوابګوی او ولسواک نظام درلود چې خلکو پکې د خبرو حق درلود. میرمنو او نجونو ته پکې د کار او تعلیم حق او زمینه برابره وه. جوړه اردو مو لرله چې دنیا ته مو په غرور ټټر واهه خو اوس دا یو هم نشته تر ټولو مې ډیره د افغان نجونو بی برخلیکه راتلونکې ځوروي."
په ویرجینیا کې له میشتېدو وروسته، مقدسې د پرنسټن په پوهنتون کې کار وموند. له افغانستان څخه تر امریکا سفر او د ژوند بدلون سخت بولي خو په یو علمي چاپیریال کې کار ته خوشحاله وه: "د یوې افغاني ساده ټولنې څخه راوتې زما په شان یوې مدني فعالې ته دلته په امریکا کې د ژوند پیل او ورسره ځان عیارول اسانه کار نه بلکه ډیره مشکله وه."
هغې زیاته کړه: " خوشحاله یم چې امریکا کې یم، که زه په وطن کې پاتې وای دا خدمت چې اوس دلته يې افغان ښځو او نجونو لپاره کوم هلته مې نشوای کولای. یا به هیڅ نه وم یا به د نورو ښځو او نجونو په څیر بندۍ وم چې نه به مې ځان او نه به مې نورو ته خیر رسیده."
مقدسې وروسته په ویرجینیا کې د کورونو د پیر، پلور او بیا رغونې یو خصوصي شرکت پرانیست. هغه وايي: "خپله کمپنۍ مو ده. مزدوران پکې کار کوي. مونږ زاړه کورونه اخلو، نوي کوو او بیا يې خرڅوو. یانې د کورونو د پیر او پلور کار کوو."
مقدسه احمدزۍ د خصوصي تشبث د کاروبار ترڅنګ په نړیوال سیاست کې د ماسترۍ پروګرام محصله ده. وايي، که څه هم په امریکا کې د لس کسیزې کورنۍ سره خوشحاله ژوند لري خو په افغانستان کې له کار او زده کړې محرومې ښځې او نجونې یې له یاده نه دي ایستلي.