د لاس رسي وړ اتصالات

د زدکړو دپاره امریکا ته راغلې افغانه وايي هرڅه ورڅخه په افغانستان کې پاتې دي


فهیمه سلطاني، افغانه محصله
فهیمه سلطاني، افغانه محصله

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، افغانې محصلې فهیمې سلطاني ځان امریکا ته رسولی او د ارېزونا په پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیاواکمنېدو وروسته، نجونې لېسو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع کړې او پر ښځو یې د کار کولو محدودیتونه ولګول. دا کار لامل شو چې د فهیمې سلطاني په څېر یو شمېر افغانې زده کوونکي او محصلین د خپلو زده کړو د دوام دپاره نورې لارې چارې ولټوي.

فهیمه وايي، ویې غوښتل چې د خپلو درسونو د دوام په خاطر له افغانستان څخه ووځي. نوموړې وايي: "دا سخت کار هم و ځکه چې زما مور او پلار، کورنۍ او هر څه مې په وطن کې پاتې دي."

د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په امریکا کې پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو هڅې پیل کړې چې افغانانو ته په بهر کې تعلیمي فرصتونه (سکالرشیپونه) برابر کړي.

د اریزونا پوهنتون د تعلیمي پروګرامونو د برخې مشره پام ډېلارجي ددغو افغانو محصلینو په اړه وايي چې دوی یوه ګډه تجربه لري او هغه د افغانستان څخه د دوی د راایستل کېدلو تجربه ده.

نوموړې زیاتوي: "له دې سربېره نو دوی د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه دي، د جلا مذهبونو استازیتوب کوي او د بېلابېلو قومونو خلک دي. دوی جلا دندې لري."

اوس یو شمېر افغانې زده کوونکې د لیسو څخه فراغت ته نږدې شوې دي او پوهنتونونه د دوی د لوړو زده کړو لپاره زمینه برابروي.

د اریزونا په پوهنتون کې د افغانو محصلینو د همغږۍ مسؤله اېرن تمایو وايي: "ښایي نړۍ د افغانستان مېرمنو ته د بې وسو او خاموشو ښځو په سترګه وګوري. زه تاسو ته ویلاي شم چې دا ښځې بې وسې او خاموشې ندي. دوی په کار پوهېږي، ذکاوت لري."

یو شمېر نورو افغانو نجونو چې په بهر کې د تعلیم فرصت ندی ترلاسه کړی، په کور دننه د انلاین ښوونځیو له لارې تعلیم ته ادامه ورکوي.

فهیمه سلطاني په هغو ۶۰ نجونو کې شامله وه چې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت کې یې د ارېزونا په پوهنتون کې داخله واخیسته.

فهیمې د کرونا د وبا په وخت کې په بنګله دېش کې د ښځو لپاره د آسیا په پوهنتون کې انلاین زده کړې کولې. هغه وايي، امریکا ته له راتګ وړاندې یې د ماشومانو سره د مرستې په یو ښوونیز پروګرام کې کار کاوه.

نوموړې زیاتوي: "موږ به له واټونو نه ماشومان راټولول او مرسته مو کوله چې بېرته ښوونځیو ته ستانه شي. زه چې هر چېرې واوسم تاسو پوهېږئ چې له خلکو سره مرسته زما په لومړیتوبونو کې ده."

۲۱ کلنه فهیمه سلطاني د اطلاعاتو په برخه کې زده کړې کوي. د درس نه د فراغت وروسته، هغه خپل استوګنځي ته څېرمه غره ختلو ته وځي. فهیمه وایي چې دا کار یې پخپل غرني هېواد، افغانسنان کې هم کاوه.

XS
SM
MD
LG