د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته کډه شوې د رګبي افغانه لوبغاړې راتلونکي ته هیله منه ده


۱۹ کلنې مریم غني زاده څلور کاله په افغانستان کې د رګبي د لوبې په برخه کې فعالیت کړی، تازه یې د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړی و چې د طالبانو د بیا واکمن کېدو سره کډوالۍ ته مجبوره شوه. 
۱۹ کلنې مریم غني زاده څلور کاله په افغانستان کې د رګبي د لوبې په برخه کې فعالیت کړی، تازه یې د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړی و چې د طالبانو د بیا واکمن کېدو سره کډوالۍ ته مجبوره شوه. 

پاکستان ته کډواله شوې د افغانستان د نجونو د رګبي ملي لوبډلې لوبغاړې، مريم غني زاده وايي هیله یې لرله چې د لوبو په ډګر کې خپل هېواد ته وياړ ور په برخه کړي، او که څه هم اوس په کډوالۍ کې د بې وسۍ احساس کوي خو راتلونکي ته هیله منه ده.

غني زاده څلور کاله په افغانستان کې د رګبي د لوبې په برخه کې فعالیت کړی، تازه یې د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړی و چې د طالبانو د بیا واکمن کېدو سره کډوالۍ ته مجبوره شوه.

هغې امریکا غږ ته وویل: "دوه کاله مې په دې لوبه کې تمرين کړى، يو کال هم د نجونو روزونکې وم او په آخري کال چې کله د ملي لوبډلې غړې شوم نو جمهوري نظام ړنګ شو او زه له ورزش څخه پاتې شوم."

مريم د دوولسم ټولګي څخه فارغه شوې او اوس په کور کې د خپلو خويندو سره په زده کړو کې همکاري کوي.

د مريم مور وايي کډوالۍ پرې منفي اغيزې کړي دي. هغه وايي: "زموږ په روان منفي اغيزې وشوې. مريم د ژور خپګان سره مخ شوې وه. هغه دا مهال هم تر درملنې لاندې ده ځکه که يو خوا ته له زده کړو څخه بې برخې شوه نو بلخوا له ورزشه هم پاتې شوه."

مريم وايي که څه هم دا مهال بې برخليکه شوې ده خو هوډمنه ده چې يوه ورځ به خپلو موخو ته رسيږي.

هغه زیاتوي: "هيله مې درلوده چې په افغانستان کې يو مقام ترلاسه کړم، د افغانستان نوم روښانه کړم او د خپلو خلکو سره مرسته وکړم خو اوس چې په کوم وضعیت کې يم، ځان ناتوانه محسوسوم."

په افغانستان کې د نجونو رګبي لوبه په ۲۰۱۹ کال کې پيل شوه او مريم په لومړۍ لوبډله کې ګډون وکړ. هغه وايي چې تر اوسه يې په درېيو ملي سياليو کې ګډون کړى او د لومړي، دوهم او درېيم مقام مډالونه يې ګټلي دي.

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG