هند کې د سختو اورښتونو له کبله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي

ممبۍ کې سیلابونه

هندي چارواکو د دوشنبې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) وویل چې د سختو موسمي بارانونو په نتیجه کې ددغه هېواد په سوداګریز ستر ښار ممبۍ کې سیلابونه راغلي او په ختیځ ایالت بهار کې د تالندې او برېښنا له کبله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.

په ممبۍ کې د دوشنبې په ورځ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي و او د هند د هوا پېژندنې ادارې د نورو سختو بارانونو د کیدو اټکل کړی دی.

د څو ساعتونو دوامدار باران وروسته ددغه ساحلي ښار ډیری سړکونه تر اوبه لاندې شوي او د ښاري بسونو او ریل ګاډي خدمات ځنډول شوي دي.

په بهار ایالت کې، د یکشنبې په ورځ د تالندې او بریښنا په جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شي او د ایالت اعلی وزیر، نتیش کمار په یو بیان کې له خلکو غوښتي چې "د خراب موسم په جریان کې په خپلو کورونو کې پاتې شي."

له جون څخه تر سپتمبر پورې شدید موسمي بارانونه که له یوې خوا په جنوبي اسیا کې د اوړي له سختې ګرمۍ څخه د ځان ژغورلو او اوبو ترلاسه کولو وسیله ګڼل کیږي، له بلې خوا دغه بارانونه د پراخې مرګ ژوبلې او ویجاړیو لامل هم کیږي.

د ممبۍ ښار ډیر سرکونه د باران اوبو لاندې کړي.

په وروستیو کلونو کې د مرګانیو سیلابونو او ځمکې ښویدنې د پیښو شمیر زیات شوی او کارپوهان یې لامل د انسانانو په لاس رامنځته شوي اقلیمي بدلونونه بولي.

د اسام د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې په دغه ایالت کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د شدید باران او سیلابونو راتلو په نتیجه کې لږ تر لږه اته تنه مړه شوي دي.

له دې سره په هند کې د می له نیمایي راهیسې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمیر ۶۶ ته رسیږي.

د اتراکنډ په شمالي ایالت کې هم چارواکو د سخت باران خبرداری ورکړی. له دغو شدیدو بارانونو سره تالنده او بریښنا هم وي.

په ۲۰۲۲ کې، د حوادثو د ثبت ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په ټول هند کې نږدې ۳۰۰۰ کسان د تالندې او برېښنا له کبله مړه شوي وو.