طالبانو له یو کور څخه د کابل په هوايي ډګر راکټونه توغولي

په هوايي ډګر داسې مهال توغندي توغول شوي چې د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې وو

د کورنیو چارو وزارت وايي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر له راکټي برید وروسته درې وسله وال په یکه توت کې په یو کور کې ځای په ځای شوي.

وسله وال له دغه دوه پوړیز کور څخه په هوایي ډګر او شاوخوا سیمو باندې د درنو او سپکو وسلو ډزې هم وکړې چې بیا له افغان ځواکونو سره ونښتل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش له دغه برید نه څو ساعته وروسته امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو درې بریدګر ووژل او سیمه یې پاکه کړه.

ښاغلي دانش د برید په لومړیو شېبو کې ویلي وو" وسله وال د یکه توت د میراباد په کلي کې په یوه کرایه کور کې ځای په ځای شوي، کور کې یوه مېرمن او څو ماشومان اوسېدل هلته دننه شوي او له هغه ځای نه د راکټ بریدونه کوي او له امنیتي ځواکونو سره ښکیل دي".

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دا هم وویل چې ددغو بریدګرو یو راکټ په یوه کور لګېدلی او د یوې میرمنې په ګډون د یوې کورنۍ پنځه غړي یې ټپیان کړي دي.

دا برید هغه مهال وشو، چې د امریکا د دفاع وزیر جمیمز متیس او د ناټو سرمنشي نن په کابل کې دي او له ولسمشر غني سره تر کتنې وروسته یې خبریالانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي نجیب دانش امریکا غږ ته ویلي چې درې راکټي نن شاوخوا یوولس بجې د حامد کرزي په هوايي ډګر په ختیځه څنډه کې لګېدلي دي. هغه وویل چې تراوسه پورې د تلفاتو راپور ندی ورکړل شوی.

طالبانو د توغندیو د ویشتلو مسولیت اخیستی دی او د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي اعلامیه کې ادعا کړې چې د توغندیو د برید هدف د کابل په هوایي ډګر کې د امریکا د دفاع وزیر د سپرلۍ الوتکه وه.

د توغندیو دا برید په داسې حال کې شوی چې د ناټو عمومي منشي یانز ستولتنبرګ او د امریکا دفاع وزیر جیمز متیز د افغان حکومت مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلي دي.

عیني شاهدان وايي، هوايي ډګر ته لارې بندې دي.