مودي پوتین ته ویلي د اوکراین د بحران 'بیړنی' او سوله ایز حل غواړي

د هند صدراعظم نریندرا د بریکس په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره روغبر کوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې ویلي چې د اوکراین د بحران "بیړنی" او سوله ایز حل غواړي او په دې برخه کې د هند له هر ډول ملاتړ څخه درېغ نه کوي.

دواړو مشرانو سه شنبې اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۱) د روسیې په کازان کې د بریکس سازمان د سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي.

په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین باندې د مسکو د یرغل راهیسې په روسیه کې ترټولو ستره دا نړیواله درې ورځنۍ غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې پوتین د لویدیځ د "تسلط" په وړاندې د ټلوالې جوړولو هڅه کوي.

مودي د پوتین سره د روغبړ پر مهال وویل: "موږ د روسیې او اوکراین ترمنځ د بحران په اړه په دوامداره توګه په تماس کې یو."

د هند مشر زیاته کړه: "موږ باور لرو چې شخړې باید په سوله ایز ډول حل او فصل شي. موږ د سولې او ثبات د ژر تر ژر ستنېدو د هڅو بشپړ ملاتړ کوو."

پوتین د هند سره د خپل هېواد اړیکې "یو امتیاز" بللی او هوډ یې څرګند کړی چې دا اړیکې نورې هم پراخې کړي.

په اوکراین کې د بحران د پیل راهیسې، نوي ډیلي هڅه کړې چې په خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو کې توازن وساتي، د کیف سره د بشري مرستو ملاتړ یې کړی خو د روسیې جګړه یې په ښکاره توګه نده غندلې.

مودي د اګست په میاشت کې کیف او له هغه یو میاشت مخکې مسکو ته سفر وکړ ترڅو د سولې خبرې وهڅوي او نوی ډیلی په دې خبرو کې د ممکنه منځګړي په توګه وښيي.

دا مطلب هم ولولئ پوټین د اوکراین په هکله د ملګرو ملتونو د مشر سره غږیږي

ټاکل شوې ده چې د بریکس په سرمشریزه کې د چین د مشر شي جینپینګ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوټیرش سربېره د نړۍ لسګونه مشران ګډون وکړي.

ددغې سرمشریزې د اجنډه یوه مهمه موضوع د "سویفټ" د تادیاتو سیستم په وړاندې د بریکس لخوا خپل د تادیاتو د یو سیستم رامنځته کولو په اړه خبرې ښودل شوي دي. د روسیې بانکونه د ۲۰۲۲ راهیسې د سویفټ له نړیوال سیستم څخه ایستل شوي دي.

ایران، متحده عربي امارات، مصر او ایتوپیا د بریکس سازمان تازه غړي دي. دا سازمان د روسیې په نوښت په ۲۰۰۹ کې رامنځته شو چې برازیل، روسیه، هند او چین یې لومړني غړي وو. دغه سازمان، چې نوم یې د غړو هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی، د جنوبي افریقا له غړیتوب وروسته له "بریک" څخه بریکس ته بدل کړل شو.

شاوخوا ۴۰ هېوادونو په دې سازمان کې غړیتوب ته لیوالتیا ښودلې ده.

ددې مطلب په چمتو کولو کې د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.