ماروین واینبام: طالبان د یو دولت په څېر چلند نه کوي

ماروین واینبام، د منځني ختیځ د انسټیټیوټ د افغانستان چارو څېړونکی

په واشنګټن ډي سي کې میشت د منځني ختیځ د انسټیټیوټ د افغانستان د چارو څېړونکی ماروین واینبام وايي، نړیواله ټولنه د قحطۍ سره مخ افغانانو دپاره اړه ده چې له طالبانو سره تعامل وکړي، خو طالبان د یو دولت په څېر چلند نه کوي.

واینبام د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې په واشنګټن کې دا مهال پر طالبانو د فشار زیاتولو په اړه بحثونه روان دي، خو پر دې ډله باندې فشارونه چندان اغېزمن نه بریښي.

هغه وویل : "دا یو عادي رژیم نه دی. کومې پریکړې چې دوی کړي دي، موږ یې په اړه ډیر څه نه شو کولی. دوی د یو دولت په شان چلند نه کوي. که موږ ووایو چې افغانستان به په خپل حال پریږدو، نو دا به ددې معنی ولري چې هلته خلک د قحطۍ د لاسه ځوریدو ته پریږدو."

د ښځو او نجونو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو بندیزونو او د بشري حقونو نورو محدودیتونو د نړیوالې ټولنې قهر پارولی دی. مرستندویو موسسو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د بیړنیو کمکونو رسولو دپاره له دغو موسسو سره د نړۍ د هېوادونو مرستې کمې شوي دي. شنونکي وايي، ډیرو هېوادونو چې له طالبانو سره راکړې ورکړې ته زړه نه ښه کوي، له افغانستان سره مرستې درولي دي.

واینبام وویل د طالبانو د تګلارو د بدلولو دپاره تراوسه نړیوالو هڅو نتیجه نده ورکړې خو زیاته یې کړه چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره د لوړپوړي قطري پلاوي د کتنې راپورونو داسې هیلې زېږولي چې د طالبانو مشرتابه ښايي اوس د بهرنیو د مشورو اورېدو ته تیار شوي وي.

دا مطلب هم ولولئ د امریکا د کانګرس یو شمېر جمهوري غوښتونکي سناتوران پر طالبانو د بندیزونو لګولو هڅه کوي

واینبام پدې باور دی چې یوازې فشار راوړل د حل لار نده بلکې له طالبانو سره باید تعامل پیاوړی شي او د باور فضا رامنځته شي. هغه وویل: "هرکله چې موږ پر دوی فشار راوړو، دوی یو ډول نور هم شاتګ کړی دی."

نوموړی زیاتوي: "زه دا نه وایم چې طالبانو ته دې رسمي مشروعیت ورکړل شي. خو هغه ټکي ومومئ، لکه د تروریزم سره مبارزه، بشردوستانه کارونه… دا هغه څه دي چې د طالبانو او متحده ایالاتو او نورو په ګټه دي، او د باور رامینځته کولو لپاره کار کول دي."

د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې نږدې ۲۲ میاشتې کیږي خو حکومت یې تراوسه هیڅ کوم هېواد په رسمیت ندی پېژندلی، که څه هم د پاکستان، چین او ایرن په ګډون یو شمېر هېوادونو د طالبانو له لورې معرفي شویو دپلوماتانو ته د اعتبارنامې ورکړي دي.

ماروین واینبام وايي: "نړیواله ټولنه به داسې طالبانو ته غاړه نه ږدي، ټول هغه څه چې د دوي نه غوښتل شوي وو ، هغه ترینه اوس هم غوښتل کیږي. دوی د ټولنیزو پالیسیو نرمښت غواړي، او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او مخدره توکو د مخنیوي په اړه د دوحې د موافقې د پلې کولو غوښتنه کوي."

واینبام وايي د طالبانو سخت دریځي مشران د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو په اړه "نرمښت ځکه نه ښیي چې نه غواړي ډیر ملګري یې خپه شي او دوی قدرت د لاسه ورکړي."